د سوپرلیګ په جدول کي بدلون؛ خو افغان لوبډله لا هم پر خپل ځای ده

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د تېر ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې پړاو (سوپرلیګ) پيل کړ، چې لوبې به یې په وقفه يي ډول ترسره کیږي.

په سوپرلیګ کې د افغانستان په ګډون ۱۳ هیوادونه شامل دي، چې هر لوبډله د بلې لوبډلې سره په خپل کور کې او د مخالفې لوبډلې په کور کې درې ـ درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

د سوپرلیګ په پای کښي اووه مخکښې لوبډلې د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لاره پيداکوي، خو پاته لوبډلې به بیا د غوراوي د سیالیو لاري خپل بخت و ازمايي.

 

سوپرلیګ کې د افغانستان سیالۍ

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې د روان ۲۰۲۱م کال په جنوري میاشت کې د ایرلینډ پر وړاندې د سوپرلیګ درې لوبې ترسره کړې، چې درې واړه افغانستان وګټلې او په یاده لړۍ کې یې ایرلینډ ته درې پر صفر ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو ایرلینډیانو ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۶ منډو، په دویمه لوبه کې په اوو ویکټو او په درېیمه لوبه کې یې بیا په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې ته پر هرې بریا لس ـ لس نمرې ورکړل شوې، چې ټولې دېرش نمرې شوې او اوس د سوپرلیګ په جدول کې څلورم ځای لري.

 

د کرکیټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ جدول

 

۱ـ انګلستان، ۸ لوبې یې کړي، ۴ ګټلي، ۴ یې بایللي، اوس ۴۰ نمرې لري.

۲ـ اسټرالیا، ۶ لوبې یې کړي، ۴ یې ګټلي، ۲ یې بایللي، اوس ۴۰ نمرې لري.

۳ـ نیوزیلینډ، ۳ لوبې یې کړي، ۳ واړه یې ګټلي، اوس ۳۰ نمرې لري.

۴ـ افغانستان، ۳ لوبې یې کړي، ۳ واړه یې ګټلي، اوس ۳۰ نمرې لري.

۵ـ بنګله دېش، ۶ لوبې یې کړي، ۳ یې ګټلي، ۳ یې بایللي، اوس ۳۰ نمرې لري.

۶ـ ویسټ انډیز، ۶ لوبې یې کړي، ۳ یې ګټلي، ۳ یې بایللي، اوس ۳۰ نمرې لري.

۷ـ پاکستان، ۳ لوبې یې کړي، ۲ یې ګټلي، ۱ یې بایللې، اوس ۲۰ نمرې لري.

۸ـ هندوستان، ۵ لوبې یې کړي، ۲ یې ګټلي، ۳ یې بایللې، اوس ۱۹ نمرې لري.

۹ـ زیمبابې، ۳ لوبې یې کړي، ۱ یې ګټلې، ۲ یې بایللې، اوس ۱۰ نمرې لري.

۱۰ـ ایرلینډ، ۶ لوبې یې کړي، ۱ یې ګټلې، ۵ یې بایللې، اوس ۱۰ نمرې لري.