د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، FAO د خوړو د نړيوال ناورین په تړاو خبرداری ورکوي.
د سپوټنيګ د راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، FAO په خپل وروستي راپور کې د خوړو د کمښت له امله د رامنځته کېدونکي احتمالي ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان خپله پاملرنه د طبیعي پېښو کلنۍ کچې ته په ځانګړې پاملرنې ځينې شمېرې په ډاګه کړې دي چې په ترتیب سره په وروستیو ۳۰ څخه تر ۵۰کلونو پورې د طبيعي پېښو زيانونه ښيي.
دغه سازمان د اورلګېدنې، د اوبو او هوا د حالاتو د بدلون له امله د پېښو د رامنځته کېدو، افتونو او نورو طبیعي پېښو په اړه جدي بحثونه شوي دي، چې ۶۳سلنه پېښو د کرنې برخه زيانمنه کړې ده.
د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان کارپوهانو يادونه کړې چې د کرونا ویروس سیسټماټیک زیانونه چې اوس مهال د خوړو نړيوال سیسټم ته زیان اړولی دی، د خوړو د ناورین د را منځته کېدو خطر لوړ کړی دی.
خو د نړۍ د مطالعاتو د مرکز مدیر “ګيورګي استاپکوویچ” په وينا، د ملګرو ملتونو سازمان تل همداسې څرګندونې کوي.
هغه وويل:” نو پر دې بنسټ، هغوی له پرمختللو هېوادونو څخه د بېوزلو هېوادونو لپاره پیسې ترلاسه کوي.”
وړاندې تر دې هم د خوړو او کرنې نړيوال سازمان کارپوهانو له لوري دې ته ورته څرګندونې شوې وې.
هغوی خبرداری ورکړی دی چې د کورونا ناروغي د بحران له امله هغه کسان چې په بېوزلو هېوادونو کې ژوند کوي د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د تېر ۲۰۲۰کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې په نړۍ کې د خوړو بیه په ۳وروستیو کلونو کې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده.
په داسې حال کې چې تر اوسه د تېر کال پایلې د تېرو لسو کلونو له اقتصادي بحران سره ډېر واټن لري.
د ۲۰۰۸ کال په لوی اقتصادي بحران کې د خوړو بیه خپل وروستۍ کچې ته لوړه شوې وه او د خوړو بيه ۱۳۲واحدونو ته رسېدلې وه.