تور او شین چای د انسانانو لپاره په ژوند کې هغه ټاکلی مایعات دي، چې په ټوله نړۍ کې ډېر کارول کېږي. د نورو هیوادونو تر څنګ افغانستان هغه هېواد دی، چې خلک یې د خوړو څّخه وړاندې او وروسته، مېلمه ته، د ستړیا په وخت کې او د ګڼو ناروغیو لپاره چای څښي.
چای د انسان بدن ته ګټه لری، او د ډېر څښلو په صورت کې یې په بدن کې د اوسپني جذب کموي.
پوهان په دې باور دي چې شین چای د نورو ډېرو ګټو سره د مغز هغه برخه پیاوړې کوي چې د معلوماتو د راټولولو دنده په غاړه لري.
د نړۍ طبي کارپوهانو په یوه نوی څیړنه کې دا څرګنده کړې، چې ډېر تود یا ګرم چای څښل د بدن لپاره تاوان لري. او په ډېرو لاعلاجه ناروغیو یې اخته کوی.
د روغتیا نړیوالې ادارې یا (ډبلیو.اېچ.او) یوې څانګې دا ویلي، چای یا نور څښاک چې د تودوخې درجه یې له ۶۵ لوړه وي، د دې ګواښ یې ډېر زیات دی چې په څښلو سره یې د انسان په بدن کې د سرطان خطر رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ادارې دا په ډاګه کړې، چې دا څېړنه د دوی لخوا په ایران، چین، ترکیه او جنوبي امریکا کې تر سره شوې ده، ځکه په دې هېوادونو کې خلک ډېر چای څښي، او دومره ګرم چای وي، چې د تودوخې درجه یې شاوخوا ۷۹ سانتي ګریده وي.
باید دا هم وویل شي چې څیړونکو ویلي، چای باید لومړی تر څلورو دقیقو پورې یخ کړو، او بیا یې وڅښو.
څېړونکي په دې باور دي چې د خولې، ژبې، مرۍ او معدې د سرطانونو اصلي لاملونه هم د ګرمو خوړو او یا څښاکو کارول دي. چې زموږ د بدن روغتیا ته لوی ګواښ ده. نو که چېرې غواړئ له دې ناروغۍ په امن کې پاتې شی، ګرم خواړه او څښاک نور مه کاروئ.