د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ تاریخي راتلونکې ټیسټ سیالۍ کې د هندي لوبډلمشر د ګډون څخه د انکار وروسته ۳ نورو هندي لوبغاړي د ویرات کوهلي تشې ډکولو ته انتظار دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ځوان شیرایس آییر، سنجو سمسون او کرن نایر د افغانستان خلاف کیدونکې ټیسټ سیالۍ کې د هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي پر ځای لوبیدو ته شیبې شماري.
د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړۍ تاریخي ټیسټ ۵ ورځینۍ لوبه د راتلونکې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه د هندوستان په بنګلور کې ترسره کیږي، چې پکې د هندي کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د ګډون څخه انکار کړی دی او پر ځای یې د انګلستان خلاف د راتلونکو سیالیو ته د چمتو والي په موخه د انګلستان د کوانټي کرکټ سیالۍ غوره کړې دي.
هندي رسنۍ وايي، د ویرات کوهلي پرځای ښآيي د هندوستان د کورني کرکټ یولسم پړاو «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ډهلي لوبډلې ځوان لوبډلمشر شیرایس آییر، د راجستان لوبډلې توپ وهوونکی سنجو سمسون او یا هم د پنجاب لوبډلې غړي کرن ناییر ته د لوبیدو موقع ورکړل شي.
شیر ایس آییر د یوولسم پړاو «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې لپاره په خپلې لوبډلمشرۍ کې بهترینه لوبې ترسره کړې، چې په خپلې چټکې توپ وهنې سره یې بې شمیره مینه وال خپل کړل.
سنجو سمسون د یولسم پړاو «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د راجستان رایلز لوبډلې سره د یو مهم لوبغاړي رول لوبولی دی او همدا راز نوموړي د هندوستان د کورني کرکټ په رانجي ټرافي فرسټ کلاس سیالیو کې ۶۲۷ منډې جوړې کړې دي.
له بل خوا کرن نایر هم د روانو «آي پي ایل» سیالیو ترڅنګ د رانجي ټرافي فرسټ کلاس په ۷ لوبو کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې دي او ښايي چې د شیر آیس اییر وروسته نوموړی د هندۍ لوبډلې په نوملړ کې شامل شي.
هندی کرکټ بورډ د راتلونکې شنبې په ورځ د افغانستان خلاف یوازینۍ ټیسټ لوبې ته خپله لوبډله اعلانوي، چې ښايي لوبډلمشري یې اوپنر لوبغاړی اجینکې ریحانې ترسره کړي.