روسی ماشوم؛ له ۲۳م پوړ څخه تر غورځېدو وروسته ژوندی پاتې شو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په روسيې کې يو ماشوم وروسته تر دې چې د يوې ودانۍ له ۲۳م پوړ څخه په عجيبه بڼه لاندې وغورځید بیا هم ژوندی پاتې شوی دی.

له ماش ټلیګرام څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، دغه ماشوم د روسيې د نووچبکسارسک په ښار کې له ۲۳م پوړ څخه ښکته وغورځېد او له غورځېدو وروسته موټر وواهه.

دغه ۱۱ کلن ماشوم يوه باربري موټر وواهه چې د دغې ودانۍ لاندې درول شوی و. اوس مهال د دغه ماشوم روغتیا ښه نه ده او په بېړني حالت کې دی.

روغتیايي کارکوونکي هڅه کوي چې دغه ماشوم له مړينې څخه وژغوري او بېرته خپله روغتیا ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې د تحقیق د کميټې محققینو ويلي و چې د روسیې په موردويا ښار کې يو ماشوم له پينځم پوړ څخه غورځېدلی و او هېڅ ډول زیان یې نه و لیدلی.