پيزا چې په انګليسي کې ورته pizza وايي يو ډول خواړه دي، چې ډېرى په ګرده/ دایروي بڼه پخېږي او د اروپايي هيوادونو له نامتو خوړو څخه ده.
په پيزا کې یوه ګرده ډوډۍ سره له پیاز، غوښې، بانجان رومي، زیتون، مرچ یو ځای ګېږۍ، چې د یوه ځانګړی خوند لري.
د پيزا اصلاح په لومړي ځل په لسمه پېړۍ کې د ګاتيا په وسيله په لاتين کې وليکل شوه. او د اوسنۍ پيزا په ډول په لومړي ځل په ناپل کې پخه او د خلکو وخوړله.
پيزا د نړۍ له نامتو خوړو څخه ده چې په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو بڼو پخېږي. په اروپا او امريکا کې يو له هغو فسټ فوډو/ چټک پخېدونکو خوړو څخه ده چې خلک ډېره مينه ورسره لري.
د هر هيواد پيزا ځانته ځانګړتياوې لري چې يو له نامتو بڼو څخه يې د مارګارتيا پيزا په ايتاليا کې ده چې دا پيتزا په نوولسمه پېړۍ کې د ايتاليا په ناپل کې پخه او خلکو ته وړاندې شوه.
په افغانستان کې هم پیزا ورځ تر بلې عامه کېږي، او د افغانستان په ډېریو خوړښتونونو کې اوس پیزا پخېږي او خلک يې ډېره په خوند سره خوري.
اوس خبره دا ده چې د ځينو هيوادنو خلک د پيزې په خوړلو کې بې باکي کوي او هره ورځ يا هم په ورځ کې څو ځله خوري، چې دا کار ورته ډېر تاوان لري.
د زیاتې پيزا خوړل بدن ته زیانونه لري. د امريکا د ايلينويز مرکز څېړنو په وروستيو کې دا څرګنده کړې، چې د ډېرى د پيزې خوړل د انسان بدن ته د سګرتو څښولو په څېر تاوان رسوي. د پيزې دا زيان د ځوانانو له ودې غورځېدلو لامل کېږي او په ځانګړې توګه ماشومان ته بايد ډېره پيزا ورنه کړل شي.