سیګار د امریکا کانګریس ته خبرداری ورکړی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

سیګار د امریکا کانګریس ته له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې لیکلي دي چې د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا سرمفتش جان سوپکو د کانګریس له غړو سره پر افغان سوله، دلته روانه وضعیت، د دوحې هوکړې په راتلونکې خبرې کړې دي.

جان سوپکو کانګریس ته خبرداری ورکړی چې که امریکایي ځواکونه د سولې له هوکړې او په افغانستان کې د اوسني وضعیت له پای ته رسولو پرته له دغه هېواد وځي نو د سختو جګړو د پېښېدو وېره شته ده.

جان سوپکو وایي طالبانو همدا اوس هم د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای پر جګړه تمرکز کړی دی، پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او که امریکایي ځواکونه له دغه هېواد وځي نو ښایي د حکومت د پرزولو کوښښ وکړي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې باید هر ګام په پوره دقت واخیستل شي او روانه جګړه باید له ديپلوماتیکو لارو ختمه کړل شي.

په ورته وخت کې د امریکا په سولې انسټيټوټ کې د افغانستان د مسایلو څارونکی سکاټ سمېټ وایي د امریکا ټوله هڅه به دا وي چې د مسکو غونډه د ترکیې د غونډې د اسانتیا لپاره وکاروي.

د سمېټ په خبره د امریکا موخه دا ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي نو د همدې لپاره یې د ګډ حکومت طرحه وړاندې کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د مسکو او ترکیې په غونډو کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر همدې طرحه وي.

د مسکو غونډه د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه جوړېږي چې له افغانستان د ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شپاړس کسیز پلاوی نن چهارشنبه په دغه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي