انګلستان په درېیمه شل اوریزه لوبه کې هند ته ماتې ورکړه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د انګلستان او هندوستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د هند په کوربتوب د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ روانه ده، چې پرون یې په درېیمه شل اوریزه لوبه کې انګلستان په اتو ویکټو هندۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

 

د یادي لوبې بشپړ حال

 

لومړی توپوهنه هند وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکی.

د هند لپاره ۷۷ ناسوځېدلې منډې ویراټ کوهلي، ریشپ پنټ ۲۵، پانډیا ۱۷، روهیت شرما ۱۵ او آیر ۹ منډې وکړې.

د انګلستان لپاره بیا مارک ووډ درې او چاریس جورډن دوې ویکټې واخیستلې.

کله چې انګلستانۍ لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د هند له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او هند ته یې په درېیمه شل اوریزه لوبه کې په اتو ویکټو ماته ورکړه.

د انګلستان لپاره بټلر ۸۳ ناسوځېدلې، بریسټو ۴۰ ناسوځېدلې، ډیویډ میلان ۱۸ او جېسن رای بیا ۹ منډې وکړې.

د هند لپاره یوه ویکټ شردیل ټاکور او بله بیا هارډیک پانډیا واخیستله.

 

د انګلستان او هند ترمنځ د شل اوریزه سیالیو روانه لړۍ

 

۱ـ لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره شوه، چې انګلستان په اتو ویکټو هند ته ماتې ورکړه.

۲ـ دویمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شوه، چې دا ځلې هند په اوو ویکټو انګلستانۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

۳ـ درېیمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۶مه نېټه(پرون سې شنبه) ترسره شوه، چې انګلستان په اتو ویکټو وګټله.

۴ـ څلورمه شل اوریزه لوبه سبا پنجشنبه ماښام ۶:۳۰ بجې پيلیږي.

۵ـ د لړۍ وروستۍ او پنځمه لوبه د شنبې په ورځ ماښام ۶:۳۰ بجې ترسره کیږي.