د لویانو تر څنګ زموږ په ټولنه کې کوچنیان هم له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، زموږ کوچنیان د کوچنیوالي له حقوقو څخه بې برخې دي؛ دوی وهل کېږي، ډبول کېږي، سخت او شاقه کارونه پرې کېږي.
له زده کړو بې برخې کېږي، له مینې بې برخې پاتې کېږي او ځورول کېږي.
دا چې دا حالت په راتلونکي کې پر ماشومانو کومې ناوړه اغېزې لري او دا ماشومان څه ډول لویږي په دې اړه په دې لیکنه کې معلومات تر لاسه کړئ.
په کومه ټولنه کې چې یو کوچنی رالویږي، د هغې ټولنې کړه وړه پر ماشوم او د هغه پر راتلونکي خورا اغېزې لري.
که یو ماشوم دیکتاتور او ظالم لویږي، د دې خبرې لوي لامل هم دا ده، چې له ده سره په ماشومتوب کې ظلم شوی او همدا دیکتاتوري ورښودل شوې.
که له یوه ماشوم سره ښه چلند ونه شي، هغه و ډبول شي، و رټل شي، څوک مهرباني پرې و نه کړي، هغه به څنګه بله ورځ په چا مهربانه شي او زړه به پرې و سوځوي.
کله چې له یوه ماشوم سره په ماشومتوب کې ناوړه چلند کېږي او هغه ځورول کېږي، هغه ماشوم عقده په زړه کې نیسي او عقده یي لویږي. چې دا عقده هم ماشوم او هم ټولنې ته خطرناکه ده.
په یوه ټولنه کې ماشومان د ټولنې د راتلونکي حیثیت لري، که دې ماشومانو سره ناوړه چلند وشي او سمه روزنه ور نه کړل شي، دا مانا لري، چې د یوې ټولنې راتلونکی مو له ګواښ سره مخ کړ.
زموږ د ټولنې د بربادۍ او دربدرۍ یو لوی لامل همدا دی، چې موږ خپلو او د نورو ماشومانو ته پاملرنه نه کوو، زموږ په ټولنه کې ماشومان له بېلا بېلو محرومیتونو سره مخ دي.
د خپل ماشومتوب له حقوقو څخه بې برخې دي. له یوه ماشوم سره موږ هغه ډول چلند نه کوو، چې له یوه ماشوم سره باید وشي.
کله چې زموږ په کورونو کې یو ماشوم خبرې کوي، د خبرو کولو حق نه ورکول کېږي.
کله چې یو ماشوم خبرې کوي، هغه ته ویل کېږي، چې چپ شه د لویانو په منځ کې خبرې مه کوه، چې دا کار یوه ماشوم ته د کمۍ او ناهیلۍ احساس ورکوي.
همدارنګه ماشوم د مور او پلار یا د کورنۍ د نورو غړو او یا بل چا له خوا وهل کېږي؛ ښکنځل او بدې خبرې ورته کېږي، چې دا ټول د یوه ماشوم د ناهیلۍ لامل کېږي او ورو ورو ماشوم دا کارونه زده کوي.
زموږ یوه بله لویه بد مرغي دا ده، چې ډېری ماشومان مو په تولنه کې بې پلاره دي او دوی اړه دي،چې خپلې کورنۍ ته د روزي ګټلو له پاره کار وکړي. د افغان ماشومانو یوه لوړه سلنه کار کوي، چې له امله یې له زده کړدو څخه پاتې کېږي او په کاري چاپیریال کې ډېر ځورول کېږي هم، چې یوه ماشوم ته دا یو لوی محرومیت دی.
په دې ډول دې ماشوم ته یو زیان دا دی، چې له زده کړو بې برخې شه او بل زیان یې دا دی، چې د ټولنې د وګړو ناوړه چلند عقدیي کړ، کله چې دا ماشوم لوی شي د ده په زړه کې بیا د چا له پاره رحم نه وي او دا له ټولنې څخه د غچ اخیستو او له فقر څخه د ځان د ژغورنې له پاره ناوړه اعمالو ته لاس وړي، چې دا د یوې ټولنې له پاره یو لوی زیان دی.
یوه ماشوم ته تر ټولو لوی درد دا دی، چې له هغه څخه یې مور یا پلار واخلې او دا یتیم کړې، زموږ ټولنې ته دا له یوه نسل څخه بل نسل ته په میراث پاتې چې د یوه ماشوم پلار په ظلم او وحشت سره ووژني او هغه بې پلار کړي، دا ډول ظلم او هغه ناخوالې چې یو ماشوم یې تر لويدو پورې په خپل ژوند کې زغمي، دا ټولې د دې لامل کېږي، چې دا ماشوم عقده یي لوی شي.
کله چې دا لوی شي په زړه کې یې پرته د غچ اخیستو له اوره بل څه نه وي، چې دا همداسې زموږ په ټولنه کې له یوه نسل څخه بل نسل ته په میراث پاتې دي.
نو د یوې ټولنې د پرمختګ له پاره باید د هغې ټولنې پر سرمایه کار وشي، د یوې ټولنې سرمایه د هغې ټولنې ماشومان دي. د ځان او د ټولنې له پاره خپلو ماشومانو ته ښه روزنه ورکړئ، هغوی داسې و روزئ، چې په زړه کې رحم او مهرباني ولري تاسې له هغوی سره ظلم مه کوئ، تر څو هغوی هم په راتلونکي کې له چا سره ظلم و نه کړي.
د خپلو ماشومانو په زړه کې هیوادنۍ مینه ځای کړئ، هغوی ته د انسانیت درناوی ور زده کړئ. د یتیمو او غریبو ماشومانو لاس نیوی باید وشي او که یې د لاس نیوی توان نه لرئ، له هغوی سره ښه چلند وکړئ، لږ تر لږه هغوی خو ځوروئ مه، تاسې هڅه وکړئ، چې د یو چا د دیکتاتور کېدو لامل نه شئ.
ځکه یو انسان له موره دیکتاتور نه زیږي همدا ټولنه ده، چې له یوه انسان څخه دیکتاتور جوړوي.
نو د ټولنې د پرمختګ او انسانیت له پاره هڅه وکړئ، چې خپلو او د نورو ماشومانو ته د محرومیت احساس ور نه کړئ.