د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس ۴ ورځینیو سیالیو په دویم پړاو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي سلو یا سوکه توپ اچوونکي امیر حمزه هوتک د مخکښ ویکټ اخیستونکي لقب خپل کړی.
حمزه هوتک په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ د سلیکشن کمیټې یا د لوبغاړو د غوراوي ډلګۍ د نظر څخه ګوزار شوی دی او پر ځای يې شراف الدین اشرف ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی، خو نوموړي د فرسټ کلاس ۴ ورځینیو سیالیو په دویم پړاو کې تر دې مهاله ۶۷ ویکټې تر لاسه کړې دي، چې بل هیڅ کوم بالر په دغومره ویکټو اخیستو نه دی بریالی شوی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبغاړي د دویم پړاو فرسټ کلاس سیالیو په ۱۰ لوبو کې ۶۷ لوبغاړي سوځولي، چې د نورو بالرانو څخه د ۱۹ ویکټو په توپیر سره وړاندې دی.
په ورپسې دویم ځای کې عبدالواسع په ۴۸ ویکټو او ضیاء الرحمن اکبر په ۴۶ ویکټو اخیستو د دو یم او دریم مخکښ ویکټ اخیستونکي مقام خپل کړی دی.
حمزه هوتک په دغه دویم پړاو سیالیو کې د بند امیر لوبډلې سره لوبیږي او په خپل شتون سره یې دغه لوبډله تر پای لوبې رسولې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجه ثبت فرسټ کلاس ۴ سیالیو دویم پړاو لوبې د تیرې مارچ میاشتې د لمړۍ نېټې څخه پیل شوې دي او د روانې مۍ میاشتې تر ۱۲ مې نېټې پورې دوام کوي.
په دغه سیالیو کې د ګډون کوونکو ۶ زونونو کابل مرکزي زون، سپین غر، بند امیر، امو، میس عینک او بوسټ څخه د بند امیر او امو لوبډلې پای لوبې ته رسیدلې دي، چې سبا د روانې مۍ میاشتې په ۸ مه نیټه به یې پای لوبه د کندهار په کرکټ لوبغالي کې پیل شي.