ژباړه او زیاتونه: مهر تاج
قادري صیب په غوسه ناکه څهره په حویلۍ راننوتو سره سم یې په مېرمنې چیغې شروع کړي. مېرمن یې ویریدلې مخې ته راغله؛ څه چل شوی، خیرت خو به وي؟
ـ ته د شېخ صیب کور ته ورغلې وې؟ (د خپل دوست له نوم اخیستلو سره یې سترګې له ډېرې غوسې بهر راوتلې وې) او دا دې ورته ویلې چې « ده ته ووایه چې ماته د خرید لپاره پیسې راکړي»?
ـ هو تللې وم، او ما ورته ویلي و، چې تاته وایي چې ماته پیسې راکړه.
د قادري صیب د توقع خلاف د انکار برعکس ښځې اقرار وکړو…. څه؟ څه؟؟ ایا زه په کور کې نه وم؟ که له کاره بیرته نه راتللم، او یا هم که مړ شوی وم، چې ته زما د ملګري کره تللې او ورته دې ویلي؟؟!
ولې ماته دې نشو ویلای چې پیسې راکړه، چې شیخ ته دې ویلي؟؟؟
ـ مېرمن په معصومیت ځواب ورکړ: الله دې نه کړي، چې تۀ ومرې، ما خو هم پیسې له تا غوښتې وې نه له شیخ صیبه، خو هغه ستا نږدې ملګری و، نو ځکه مې هغه ته وویل، چې تاته ووایي چې ماته پیسې راکړي.
د قادري صیب غوسه له کنټروله بهر شوه؛ ستا ماغزه خو به جوړ وې کنه، چې میړه دې په کور کې موجود او ته له کوره ووځې، بل کلي ته زما ملګري پسې ځې چې تاته پیسې درکړي هااا؟ هغه ولې ماته ستا خبره وکړي؟ تا ولې ماته نه ویلي؟
ـ مېرمنې یې ډېر په نرمۍ او بې تکلفۍ سره ورته وویل؛ اوه هو، خو هغه ستا ډېر نږدې ملګری دی کنه، نو ځکه ما فکر وکړ، چې د هغه د خبرې اهمیت به هم درته ډېر وي.
ـ سړي له ډېرې غوسې خپلو ویښتانو کې لاسونه بند کړل او په سختۍ یې ځان اداره کولو، بیا یې وویل: د ملګري د خبرو اهمیت، د هغوی د خبرو لپاره دی، نه د دې لپاره چې زما میرمن، بچي، والدین او خویندې وروڼه دې د خپلو ضروریاتو لپاره ورځي؛ هغه دې ماته وایي او زه به یې بیا منم، ګني د هغه د ویلو پرته به یې نه منم..
چې زما خپلوان ماته خپلې ستونزې او خپل ضروریات ونه وایي نو بل به یې چاته وایي؟؟
ملګری که هر څومره نږدې وي، ایا تاسو ته ما کله ویلي، چې که څه مو پکار و زما ملګري ته ورځئ او هغه ته وایئ؟ او یا هم که زما ملګري درته ویلي چې تاسو د خپلو ستونزو او ضروریاتو لپاره ماته راځئ او ماته یې وایئ؟
ایا تر ننه پورې ما کله ستاسو خبرې نه دي اوریدلي او یا مې هم ستاسو په غوښتنو کې کله ناغیړي کړې ده،چې ته زما ملګري ته ورغلې وې؟
ووایه ځواب راکړه! ذلیله دې کړم خپل ملګري ته؛ هغه به زما په هکله څه فکر کوي، چې ګوندې زه ستاسو غوښتنو ته رسیده ګي نشم کولای او یا ستاسو خبره نه منم؟ قادري صیب نور خبرو خبرو کې په ژړا شو…
دا ځل یې میرمنې په خورا سنجیدګی سره وویل: په ډېرې بخښنې سره؛ من حیث د دې چې ته د یو وړوکي کورنۍ سرپرست یې پدې خبره دې خپله غوسه قابو نشوه کړای، چې ستا د کورنۍ یو فرد یعني ما کوم پردي سړی نه، بلکې ستا نږدي ملګری مې درته واسطه کړی، حالانکه تا دا د روزمره ژوند معمول ګرځولی، باوجود د دې چې د کائیناتو د خالق، مخلوق یې بیا هم کله د رسول الله صلی علیه وسلم زوم سره خپل مشکلات شریکوي، کله د بابا ولي په دربار کې د خپل کاروبار د ښه کیدلو مرستي غواړي، کله په فعال ګرو پسې ګرځي او کله هم شیخ عبدالقادر جلاني راغواړي، چې اې پیره بابا راورسېږي.
که څوک دې له دې کارونو منع کوي او درڅخه پوښتل کېږي، چې داسې ولې کوي؟ نو ځواب مو دا وي چې؛
« بیشکه چې مونږ د الله (ج) نه هر څه غواړو، خو دوی هم د الله ریښتینې دوستان دي، ولې د دوی په وسیله الله ته ونه رسېږو او خپل مشکلات ورته ونه وایو؟ »
_ د الله جل جلاله له دوستانو نه ولې؟ همدا ستا په قول؛ آیا الله ج نعوذبالله په رخصتۍ کوم کار پسې تللی دی؟
ایا په جومات، کور او هر ځای کې پنځه وخته مونږ په آذان کې د ” فلاح، یعنې کامیابۍ” په لوري نه غواړي؟ نو ته ولې نه ورځې؟ چې لمونځ کوې نو په لمانځه کې ولې ورته خپلې ستونزې نه وایي، او خپله ولې ورڅخه څه نه غواړې؟
او کله چې تۀ خپله خپلې غوښتنې رب ته کولای شې، نو بیا څه ضرورت دی چې د دوستانو او مشرانو په دربارونو وګرځي او ورته یې وسیله وګرځوې؟
ایا دغو دوستانو یې درته ویلي، چې الله تعالی مونږ ته ستاسو نه د مشکلاتو لیرې کولو او غوښتنو پوره کولو حق راکړئ؟
او که نه، الله جل جلاله دا خبره کړې ده، چې ما زما د دوستانو په ذریعه راوبلي، نو زه به یې ومنم یا ستاسو غږ به تر ما راورسوي؟
کله چې ته خپله د یو معمولي دوست واسطه کول نه نشي زغملای، نو د کائیناتو له خالقه بیا ولې داسې طمع کوي؟
هیله ده؛ پوه شوی به وې! چې زه ولې ستا د ملګري خواته تللې وم او څه موخه مې درلوده…
مېرمن خپله خبره پوره کړه او له خونې ووتله.. قادري صیب ای سي ولګوله، د خوَلو په وچولو یې ځان مشغول کړلو…