د هغه نوموتي پاکستاني کرکټر د غربت کیسه چې د ازموینې لپاره یې بوټان او جرابې نه لرلې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د پاکستان په سوداګریز کرکټ لوبو کې د ملتان سلطان په ګټه نوی بالر شهنواز داني ولوبېد، نوموړي تر دې دمه په دغه لیګ کې د ۱۰ وېکټو په اخیستلو سره د ټول پي اېس اېل درېیم زیاتې وېکټې اخیستونکی لوبغاړی دی.

له ده شاهین افریدی او ثاقب محمود مخکې دي، شاهین افریدي تر دې دمه ۱۲ وېکټې او ثاقب محمود ۱۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.

د شهنواز داني د غریبۍ کیسه

داني کیسه کوي، چې دوه یا درې کاله وړاندې یې د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره ټرېل یا ازموینه ورکوله؛ خو د دې ازموینې لپاره یې جُرابې او بوټان نه درلودل او دومره پیسې یې ورسره هم نه وې چې بوټان واخلي او ازموینې ته ورشي.

Talent Spotter : Shahnawaz Dhani

خو یو ملګري سره یې دا خبره شریکه کړه او هغه ورته خپل بوټان او جرابې ورکړې.

داني زیاتوي ټرېل کې شامل شو او خورا ښه وځلېد.

نوموړی وایي هیڅکله یې د هارډ بال لوبه نه وه کړې او ټوله لوبه یې د سِند ایالت اړوند لړکانا سیمه کې  په ټېنس بال ترسره کړې وه.

هغه وایي له کوڅو څخه کرکټ ته راغی او اوس د ملتان سلطان کرکټ لوبډلې په ګټه لوبېږي.

دی زیاتوي پلار یې د کرکټ اجازه د غربت له وجې نه ورکوله او په ده یې د تعلیم کولو تکل درلود.

د پلار خوښه یې دا وه چې شهنواز داني د پولیسو افسر جوړ شي او د ده په تنخوا یې کورنۍ خپل ژوند مخته یوسي.

نوموړی وایي نږدې دوه کاله وړاندې د سِند ایالت لپاره په ولایتي کچه لوبو کې ولوبېد، چې خورا ښې لاسته راوړنې یې لرلې او له دې ځایه یې مشهورتیا پیل شوه.

نوموړی اوس په ملتان سلطان لوبډله کې له مشهورو اټېکرانو څخه دی او خوښ دی، چې خپلو موخو ته رسېږي.

داني تېره اوونۍ خپل کلي لړکانا ته تللی و او هلته ورته خپلو کلیوالو په غاړو ګلان واچول.

Eyes firmly fixed on playing for Pakistan, 22-year-old picked for PSL 6 says

د شهنواز داني کرکټ

په دې وروستیو کې یې ۸ فرسټ کلاس لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي او په دې لوبو کې یې ۲۷ وېکټې اخیستي دي.

۶ لېسټ لوبو کې یې ۵ وېکټې اخیستي او ۴ شل اوریزو لوبو کې یې ۹ وېکټې ترلاسه کړي دي.

ښایي په پي اېس اېل کې د ځلېدو له امله د پاکستان ملي کرکټ لوبډله کې هم واخېستل شي او فسټ بالېنګ ځای به راډک کړي.

داني ۲۲ کلن دی او په ۱۹۹۸ کال کې د پنجاب په سِند ایالت کې په لړکانا سیمه کې په یوه غریبه کورنۍ کې زېږېدلی دی.