د ویسټ انډیز مقابلې او مرستې ته د نړۍ غوره لوبډله اعلان شوه 

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

 د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو لپاره د مرستې راټولولو په موخه د ویسټ انډیز او  د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ یوه ۲۰ اوریزه کرکټ خیریه سیالي پلان شوې ده، چې د روان ۲۰۱۸ م کال د مۍ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د انګلستان په لارډز کرکټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ ته د نړۍ د غوره لوبډلې نوملړ بشپړ او اعلان شو، چې پکې انګلینډی کپتان یون مورګن د دغه لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی راشد خان چې په نړیوال کرکټ کې د لیټل ګوګلي ماسټر په نوم سره مشهور دی، د نړۍ د کرکټ په دغه غوره یولس کسیزه لوبډله کې یې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه.
راشد خان ویلي، نه یوازې ده ته بلکې د ټول افغانستان لپاره ښه خبر دی، چې یو افغان لوبغاړی د نړۍ په غوره لوبډله کې د لوبیدو موقع ترلاسه کوي او په دغه سیالۍ کې، چې موخه یې ترې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو لپاره مرسته راټولول دي، په لیوالتیا سره ګډون کوي.
 په ورلډ ایلیون یا د نړۍ په غوره لوبډله کې د یون مورګن او راشد خان ترڅنګ پاکستاني لوبغاړي شاهد خان افریدي، شعیب ملک، هندي لوبغاړي دینیش کارتک، هاردیک پانډیا، نیوزیلینډي لوبغاړی لوک رانکي، میچل میکلینیګن، بنګله دیشي لوبغاړي شکیب الحسن، تمیم اقبال او سریلانکايي الراونډر تیسارا پریرا شامل دي.

 له بل خوا ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډله به د کریس ګیل، مارلیون سیمیولز، انډریو رسل، سمیویلز بدري او نورو پیاوړو لوبغاړو په شتون کې د کارلوس بریټ ویټ لخوا رهبري شي.

 د کرکټ دا خیریه سیالۍ چې د انګلستان په تاریخي لارډز کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، د کرکټ نړیوالی شورا سره به د یوې نړیوالې لوبې به حیث درجه هم ولري.