د ناروا اړیکو درلودل انسان له سترو ننګونو سره مخ کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د اسلام مبارک دین هغه دین دی، چې د منطقي دليل پرته یې داسې هېڅ څه شتون نه لري، چې پر انسان یې منع کړي وي او د هر څه په اړه یې موږ ته دا ښودلي، چې ولې او د څه لپاره موږ پر انسان دا کار حرام ګرځولی دی. د بېلګې په توګه، د شرابو څښل.
شراب د انسان بدن باندې ډېره بده اغېزه لري، او له جسمي کمزوریو نیولې تر اروايي ناروغیو پورې انسان خپل تعادل له لاسه ورکوي.
د ناروا اړیکې درلودل انسان په دې نړۍ او راتلونکې نړۍ کې خواروي او په بېلابېلو ایتونو او احادیثو کې د ناروا اړیکې په اړه بحث شوی.
موږ دلته د اسلام له دینه هاخوا، دا چې یوه ناروا اړیکه زموږ پر روان څومره بده اغېزه لري، یادونه کړې:
۱ـ له لاسه ورکولو اندېښنه؛
د بېلګې په ډول که یو هلک او نجلۍ له یو بل سره په اړیکه کې اوسي، تل ورسره د دې اندېښنه وي چې له لاسه یې ور نه کړي.

۲ـ تل روحي ناارامۍ درسره ملې وي
دا چې تل درسره د ده فکر وي، ترڅو ستاسو په دې اړیکه بل څوک خبر نشي، نو روحی نااراومي درته پیدا کېږي.

۳ـ یوازېتوب غوره کوو؛
د دې لپاره چې وخت مو له بل چا سره او په یوه ناروا اړیکه کې تېروئ، نو د دې کوښښ کوئ، چې یوازې اوسئ، ترڅو ستاسو په دې اړیکې څوک خبر نشي.

۴ـ وخت مو په حرامو کې ځي؛
په دې نړۍ کې د انسان لپاره تر ټولو اړین څه چې دی هغه وخت دی، ځکه موږ په یوه ټاکل شوی ژوند کې اوسو او دا راته هم نه ده څرګنده چې کله به د دې نړۍ څخه ځو، نو هیله ده چې خبل ارزښت ناک وخت په حرامو او ناوړه کارونو کې تېر نه کړئ.

۵ـ دروغ ویل عادي خبره وي؛

که موږ له یو چا سره په ناروا اړیکه کې اوسو نو د همدې ناجایزې اړیکې پټولو لپاره موږ تل په دې هڅه کې اوسو، چې پټه یې کړو، او د همدې لپاره تل دروغ وایو، چې نور راته د پخوا په شان دروغ ویل کوم ستونزمن کار نه وي، او نه هم له خپل ضمیر سره پرې خپه کېږو.

۶ـ په پای کې زنا، له کور څخه تښتېدنه او ځان وژنه لري؛
بالکل، چې د یوې ناروا اړیکې پای زنا، ځان وژنې او له کور څخه تېښته وي.