د پرمختګ رازونه؛ څو يې دلته ولولئ

رنګین تجريدي ډیزاین

 

ښايي تر اوسه مو د ژوند دقیقه او کره پېژند نه وي اورېدلی، یا مو خپله له شرعي حکم پرته د ژوند اصلي مانا نه وي موندلې؛ خو په ټوله کې ویلی شو چې ژوند د ښو او ناوړه تجربو ټولګه ده. انسان یوازې یو ځل چانس لري چې ګټه ترې پورته کړي.

نو پر موږ لازمه ده چې ژوند هغسې وکاروو چې باید وکارول شي. پر یوه ځای له ناستي یا نه تحرک باندې ژوند مخته نشي تللی. هر څوک د ژوند لپاره یو تګلاره لري. که څوک بریالی/ۍ هم دي، هرومرو یې د ژوند د پرمختګ لارې چارې موندلي او پر رازونو یې پوه شوی دی.

دې لیکنه کې د ژوند  د پرمختګ څو رازونه درسره شریکوو، څو تاسو هم د نورو په څېر بریالي کسان واوسئ.

 

۱-د ژوند موخې مو مالومې کړئ!

وايي: (د ژوند ستره تراژي مرګ نه، بې موخې ژوند کول دي)؛ نو هرومرو د خپل ژوند او پرمختګ په خاطر درې ډوله موخې ځان ته وټاکئ:

ورځنۍ

لنډمهاله

اوږدمهاله

تر ټولو بریالی کس هغه دی چې د موخو په ډلبندۍ پوه او په عملي کولو پسې لاس پر کار شي. ډېر کسان شته چې د موخو اوږد لړلیک ورسره پروت دی؛ خو د سستۍ او لټۍ له وجهې کار نه ورته کوي، هماغه ده چې له هومره پوهې سره سره بیا هم، د ټولنې تر نورو وګړو یې د ژوند چارې شاته پاتې او ګډې وډې وي.

هڅه وکړئ موخې مو پر کاغذ ولیکئ. دا لیکل تاسو ته د کار عملي کولو زړه درکوي، انرژي دربښي چې چټک او ځواکمن پرې ورشئ.

 

۲-مسوولیتونه مو معلوم کړئ!

ځينې کسان پر دې باور دي چې د خوشحالۍ راز په بې پروايۍ یا مسوولیت نه منلو کې دی؛ خو دا کسان تېروتي دي. هغه څوک چې خوش طبیعته دي، هغوی خپل مسوولیتونه پر ځای کړي چې د خوښۍ مجال یې موندلی. که چېرې څوک خپل مسوولیت ونه پېژني او ویې هم نه مني خامخا پاتې راځي او بدبخته کېږي. هېڅکله له بل چا، آن له ډېر نږدې کس نه مو دا تمه مه لرئ چې ستاسو د ګرانښت له امله دې ستاسو مسوولیت درپه  ګوته یا درته پر ځای کړي. ځينې وخت باید انسان انفرادي پرېکړې وکړي، خپل مسوولیتونه وپېژني او پر ځای یې هم کړي. مه هېروئ چې نېکمرغه انسان، مسوولیت منونکی هم دی.

پر دې سربېره هر کار مو چې وکړ، مسوولیت یې هم ومنئ. که چېرې کار درنه خراب شو او چاره ورانه شوه، پلمې مه تراشئ !

بې مسوولیته انسان د نورو د اوږو پېټی وي!

 

۳-بې ځایه او ناشونې تمې مه لرئ!

که چېرې تاسو له ژونده دا تمه لرئ چې هر څه دې ستاسو په خوښه په سیسټم برابر او نارمل روان وي، ناشونې ده. ژوند لوړې-ژورې لري. ښايي تاسو هممهاله څو ځایه دندې ولرئ او غواړئ نورې زده‌کړې هم وکړئ. دا امکان نه لري چې ټول دې منظم مخته یوسئ؛ نو خپله هڅه کوئ، د زده‌کړو له داسې تګلارو ځان خبر کړئ چې هم مو دندې سمبال کړئ او هم مو لوړې زده‌کړئ بشپړې کړئ.

 

۴-پر خپلو وړتیاوو باور ولرئ!

هغه انسان چې تل ناکامي په ذهن کې پالي او تصور یې منفي وي، د بریالي کېدو امکان یې لږ دی. بریالي کسان دا ځانګړنې لري چې د سخت او منظم کار تر څنګ پر ځان ویاړي، پر خپلو وړتیاوو باور لري، مثبتې جملې ځان ته تلقین کوي، ځان بریالی انځوروي.

ماتې خوري؛ خو مني یې نه. ماتې د بریا پیلامه ده.

 

۵-مثبت بدلون راولئ!

پر ځان، ژوند، کړنو، عادتونو، ذهن او فکر مو تمرکز / غور وکړئ. د کمزورتیا ټکي مو ومومئ، تر موندلو وروسته یې لرې کولو ته مټئ ونغاړئ. منفي ټکي مو پیدا کړئ او په له منځه وړلو یا سمون کې یې عملي ګامونه پورته کړئ.

 

۶-مبارزه مو عادت وګرځوئ!

دا مه هېروئ چې پیاوړي او ځواکمن شخصیتونه د ژوند ناخوالو ته نه تسلیمېږي، مبارزه کوي. تر هغو مبارزې ته دوام ورکوي چې د پرمختګ پر لاره شته خنډونه له منځه یوسي. پرمختګ نه مو موخه بې فرهنګي، بې دیني نه، بلکه مثبت بدلون دی.

 

۷- پر یوه بریا بسنه مه کوئ!

ځينې کسان داسې وي چې کله یې یوه موخه پوره شي، بله نه لري، استدلال یې دا وي چې زه مې خپلو موخو ته رسېدلی یم؛ نور به نو څه وکړم؟!

حال دا چې هر انسان د تازه تازه هیلو په څېر، نوې نوې موخې هم باید ولري، څو ژوند یې بې رنګه او پیکه نشي. د بریا او موخو مزل مو مه ختموئ، بسنه مه کوئ، هڅو ته دوام ورکړئ چې بریالي پاتې شئ.

 

۸-منفي اندونه ووژنئ!

ځينې کسان د موخو په ترلاسي کې سخت سرګردانه-لالهانده وي؛ خو نشي ورته رسېدلی. ولې؟

ځکه چې کار یې خام وي، بنیاد نه لري، ذهن باندې یې د منفي افکارو ځای وي. له ذهنه مو منفي افکار داسې وشړئ او ومینځئ، لکه میکروب چې له پوستکي لرې کوئ.

 

۹-هڅه وکړئ؛ خو ځان ته د ټولکماله فکر مه کوئ!

په ذهن کې داسې افکار مه روزئ چې د جامع الکمالات فکر ځان ته وکړئ. هېڅ انسان ټولکمال نه دی. ټول خلک کمۍ او نیمګرتیاوئ لري. که چېرې تاسو فکر کوئ چې په کاري چاپېریال کې تل تاسو نخبه او غوره اوسئ، تېروځئ. که فکر کوئ چې له ما پرته باید رییس/مدیر بل چا ته ارزښت ورنه کړي، تېروځئ. هر انسان داسې یوه ځانګړنه لري چې بل یې نه لري. ته داسې ځانګړنه لرې چې بل یې نه لري، هغه یې چې لري بیا یې ته نه لرې؛ نو له هر انسانه هومره تمه وي، هومره ارزښت ورکړل کېږي چې ظرفیت یې لري. نیمې چارې به تاسو ډېرې ښې سمبالولی شئ، نیمې مو نور همکاران؛ نو د بل چا له ستایلو ځان کم مه ګڼئ. تاسو په خپل وخت پکار کېږئ، هغوی پر خپل وخت.