افغانستان سبا د زیمبابې پر وړاندې دویمه ټیسټ لوبه پيلوي

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ سیالیو دویمه او وروستۍ لوبه سبا چهارشنبه سهار لس بجې د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کرکټ لوبغالي کې پيلیږي.

 

د راپورونو له مخې په دې لوبه کې به افغان لوبغاړی راشدخان ارمان هم ولوبیږي. هغه په تېره لوبه کې د ګوتي خوږ له امله ونه لوبېد.

 

افغانستان له زیمبابې څخه په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ماتې خوړلې وه.

 

د لومړۍ ټیسټ لوبې بشپړ حال

 

د افغانستان لومړۍ پاڼۍ

 

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې، چې افسر ځاځي ۳۷، ابراهیم ځدران ۳۱، امیر حمزه ۱۶ ، اصغر افغان ۱۳ او منیر احمد کاکړ ۱۲ منډې جوړې کړې.

 

د زیمبابې لپاره موزریباني ۴، ویکټور نایچي ۳ او ډونالډ ټریپانو، سین ویلمس او سکندر بټ بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

 

 د زیمبابې لومړۍ پاڼۍ

 

زیمبابې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړې، چي سین ویلمس ۱۰۵، ریګیس چکابوا ۴۴، سکندر رضا ۴۳ او پرینس مساور ۱۵ منډې وکړې.

 

د افغانستان لپاره امیر حمزه ۶، ظاهر خان ۲، یمن احمدزي ۱ او ابراهیم ځدران هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

 

 د افغانستان دویمه پاڼۍ

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۵ منډې وکړې، چې ابراهیم ځدان ۷۶، امیر حمزه ۲۱، اصغر افغان ۱۴ او عبدلواسیع ۹ منډې جوړې کړې.

 

په دې سره یې زیمبابې ته د ۱۷ منډو هدف وټاکی.

 

د زیمبابې لپاره په دې پاڼۍ کې ویکټور نایچي ۳، ډونالډ ټریپاني ۳، بلیسینګ ۲، سین ویلمس ۱ او ریان بورل هم ۱ ویکټه واخیستله.

 

د زیمبابې دویمه پاڼۍ

 

لکه څنګه چي افغان کرکټ ملې لوبډلې د خپلې لومړۍ او دویمي پاڼۍ په لوبولو سره زیمبابې لوبډلې ته د ۱۷ منډو هدف ټاکلی و، نو زیمبابې لوبډلې یاد هدف د لوبې په ۳،۲ اورونو کي د هیڅ لوبغاړي سوځېدو پرته پوره کړ او افغانستان ته یې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې په لسو ویکټو ماته ورکړه.