د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوي ځوان لوبغاړي مجیب الرحمن د هندوستان د کورني کرکټ په یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د راجستان رایلز لوبډلې خلاف د پنجاب لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوبوو.
د دغه لیګ په ۳۸ مه لوبه کې راجستان رایلز لوبډله د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخامخ شوه، چې پکې راجستان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو د انګلستاني جوز بټلر د ۵۱ زیاتو منډو پر مټ په ۱۵۲ منډو جوړلو سره وتوانیده.
په سیالۍ کې د پنجاب لوبډلې په ګټه افغان لوبغاړي مجیب ځدران د خپلو ۴ اورنو په ترسره کولو د ۲۷ منډو په ورکړې سره ۳ لوبغاړي وسوځول او دغه لوبډله یې په مهم وخت کې را ایساره کړه.
پنجاب لوبډلې په ځوابي لوبه کې د لوکیش راهول د ۸۴ ناسوځیدولو منډو جوړولو سره ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹ اور کې پوره کړ او خپل مخکې تګ یې نور هم اسانه کړ.
په دغه لوبه کې مجیب ځدران د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه او هم د دغه لیګ سیالیو د زیاتو ویکټو اخیستونکو په لیست کې د ۱۲ لوبغاړو په سوځولو سره څلورم مقام ته ورسید.
د مجیب د ویکټو او د پریټي د خوښیو ویډیو؛
https://www.facebook.com/138209313699494/videos/146266586227100/
د پنجاب لوبډلې د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د خپلو ۹ لوبو څخه په ۶ لوبو کې بریاوې خپلې کړې او د پاتو ۵ سیالیو څخه یوازې په دوه لوبو کې بریا خپلولو سره بل پړاو ته لار پیدا کولی شي.
د دغه لیګ سیالیو په لمړي راونډ کې هره لوبډله ۱۴لوبې ترسره کوي، چې حد اقل یوه لوبډله د ۸ سیالیو په ګټلو سره راتلونکي بل پړاو ته لار پیدا کوي.