د لویې بریا په لټه کې څه لاسته راوړلی شئ؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د سترو پایلو لپاره ستر سوچ پکار دی ـ د بریا لپاره عمل اړین دی چې د بریا لار وګرځي او د لوی سوچ له لارې تشکیل ومومي،او د هغه اړیکې رامنځته کېدل ممکن کړي او اهمیت یې هم پخپل ذهن کې نقش کړي چې د لوی سوچ خپلونې عمل له کومې پیلیږي.

سوچ عمل ته لار پرانیزي او عمل د پایلې ټاکنه کوي.

هر شخص یو ډول وخت لري او هره خواري او زیار سره ورته دي ـ
د دې پایله دا کیږي چې په لاس درغلي وخت کې څه کوې ستا د پایلې ټاکنه کوي او دا چې ستا هلې ځلې ستا د سوچ پایله کیږي ځکه نو څومره چې ستا سوچ لوی وي هومره به ستا د بریا کچه ټاکي.

په دې داسې فکر وکړئ چې د بریا د هرې کچې انحصار په دې پورې تړلی چې تاسې څه کار کوئ، څه ډول یې ترسره کوئ او له چا سره یې په ګډه سر ته رسوئ.

خبره دا ده چې دا ټول څیزونه درته د بریا هغه کچه نه برابروي چې له مخې یې تاسې بلې بریا لوري ته سیخ کړی شي ـ هیڅ یوه کار ته له یوې طریقې د بریالي کېدنې امکان نه شي یعنې په یوه طریقه له یوه کاره د ډېرې بریا تمه هیڅ بنیاد نه شي جوړیدی.

او نه دا اړیکه انسان ته پخپله د کومې لویې بریا بنسټ برابروي ـ دا یو خواشینوونکی حقیقت دی؛ خو د دې ټولو عناصرو انحصار په یوه بل نه دی ـ که تاسې یو څیز په یوه طریقه او د اړیکو یوې ټولګې له مخې د ترسره کولو هنر لرئ؛ نو دا د عمل لایحه تر هغه وخته په ښه شکل کار کوي تر چې تاسې د لا بریا په خواهش اخته شوي نه یئ.

په همدې مرحله کې به تاسې دا وموندلی شئ چې د ځان لپاره مو د بریا یو جعلي او مصنوعي حد تخلیق کړی چې ترلاسه کول یې ډېر ستونزمن دي.

په حقیقت کې تاسې خپل ځان په یوه داسې حد کې پابند کړی چې ترې د وتو یوه ساده طریقه وه.

د لویې بریا اړوند سوچ کول ممکن حوصله ماتوونکی وي او په ابتدایي توګه د لویو اهدافو ترلاسه کول هم ناشوني وي؛ او بیا تاسې به څو وارې د هغه کار کولو نیت کړی وي چې په یوه ځانګړې شیبه کې یو حقیقي څرک ترسترګو کېده چې یوازې دا معلومه کړئ دا مو له ګمانه هم اسانه دی؟

ځینې وخت، حالات او کار زموږ له خیال وفکره هم ډېر آسان وي او رښتیا خبره دا ده چې ځینې وخت ډېر زیات سختیږي هم ـ او همدا وخت وي چې کله د دې خبرې درک مهم کیږي چې د لویې بریا ترلاسه کولو سفر په اختیارونې سره تاسې له لویې بریا برخمنېږئ.

د لویې بریا لپاره پرمختګ اړین دی او کله چې تاسې لویه بریا خپلوئ تاسې پخپله هم ډېر زیات بریالي کېږئ.

یوه غر ته له ورایه لاس نه رسي؛ خو هغه وخت ډېره آسانیږي چې تاسې د خپل خواهش لرونکي شخصیت له مخې هلته رسېږئ.

ستاسې سوچ، ستاسې وړتیاوې، ستاسې اړیکې، د ناممکناتو او امکاناتو احساس، تاسې د لویې بریا په سفر رهي کوي.

تاسې د لویې بریا په خپلولو یو بې بریده بریالی انسان جوړېږئ.

عظیمه بریا:
پنځه لسیزې وړاندې د سټینډفورډ ارواپوه Carol S.Dweck د دې خبرې اړوند علم تر ذهنه کړ چې زموږ تصورات څه ډول زموږ په کارونو اغېز پرېباسي، دا هر څه یې چې معلوم کړل ترې دا بصیرت په ښه توګه ترلاسه کیږي چې لوی سوچ ولې د عظیمې بریا لامل ګرځي.

ډوک چې د ماشومانو کومه تجزیه وکړه، په دې سره په هره یوه بوختیا کې د دوه ډوله فکر څرګندونه کیږي …

لومړی په “پرمختګ” ولاړ فکري انداز، چې په عام ډول له لوی سوچ او لویې بریا له لټې سره پیوند لري او بل ” ټاکلی” فکري شکل چې مصنوعي پولې تشکیلوي او له ناکامیو سرچینه اخلي.

د پرمختګ فکري انداز لرونکي محصلین بهتره طریقې غوره کوي ډېر لږ له بې بسۍ سره مخ کیږي له ځانه د زیات مثبت کوشش څرګندونه کوي او په لیلیه کې د خپلې کوټې له ټولګیوالو ډېره پوهه تر ذهنه کوي.

خپلې ټولې وړتیاوې کاروي پخپل ژوند کې ډېر لږ بریدونه ټاکي او تر هغې خپل ذهن مرکوز ساتي چې سم فکري لوری یې نه وي خپل کړی.

ـ خپل ژوند ته لا پرمختګ ورکړئ!

لویه بریا د لوی سوچ، لوی هدف او عظمت ستره پایله ده کله چې تاسې د یوې بې بریده بریالي ژوند په هڅه کې یئ، په حقیقت کې تاسې د یوې سترې زندګۍ لټونکي یاست ـ د ستر ژوند تېرونې په پار مو سوچ هم باید لوی اوسي تاسې دا امکان باید په پام کې ونیسئ چې ستاسې ژوند او کومه بریا چې تاسې ترلاسه کوئ لوی اوسي.

بریاوې او خوشحالئ ځکه تاسې ترلاسه کوئ چې په محدودو وسایلو کې په سمه توګه د کار کولو پایله په فطري توګه همدا وي.

له لوی سوچ او سترې بریا مه بې زړه کېږئ بلکې له کوچنۍ بریا او واړه سوچ وېره محسوس کړئ.

د پوره ژوند تېرونې له عدم صلاحیت وېره محسوس کړئ کله چې موږ له لوی سوچ، لویې بریا وېره محسوسوو، موږ شعوري یا ناشعوري ترې وېره کوو ـ یا خو د کم اهمیته پایلو او موقعو لوري ته روان یوو یا هسې له لوی سوچ او لویې بریا د تېښتې لار نیسو.

که حوصله او همت د ویرې نه شتون نه وي بلکې په ویرې کابو موندل دي؛ نو لوی سوچ د شکونو او شبهاتو عدم شتون نه بلکې په دې کابو موندل دي.

لوی سوچ یوازې د لویې بریا خپلولو د عمل له لارې تاسې د خپل ژوند حقیقي خوند او له خپلو صلاحیتونو پوره کار اخیستی شئ.