جاپاني پوهان: د زړښت ضد نوي درمل کشف شول

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه

د جاپان څېړونکو نوى ميکانيزم کشف کړى، چې د حجرو له زړښت څخه مخنيوى کوي.

• د راپورونو پر اساس، “ماکوتو ناکانسي” د توکيو د طبي پوهنتون پروفيسور وايي، چې د کشف شوي ميکانيزم په وسيله کولاى شو د”د حجرو زړېدل” له منځه يوسو او د دغې چارې لپاره يې ګټور درمل ټاکلي دي.

د نوموړي په وينا، دا درمل به د ٥ – ١٠ کلونو په ترڅ کې د ټولو د لاسرسي وړ شي.

نوموړي وويل:

“په دې باور دى چې د انسان عمر ١٢٠ کاله دى. په لوړ عمر کې د مړينې يو لامل هم، د هغو حجرو راټولېدل/تجمع دي، چې د التهابي کېدلو چاره تحريکوي. که دا ميکانيزم حذف شي، شايد په لوړ عمر کې د مړينې کچه داسې نه اوسي. په دې مانا چې کس کولاى شي ١٠٠ کاله جوړ عمر لري. هغه روغ او جوړ پاتې شي او په زوړوالي کې به ناروغ نشي، خو د عمر منځنى حالت به ١٢٠ کالو ته بدلون ونه کړي. موږ هيله لرو چې دا پېښه وشي: د ژوند هيله ١٠٠ – ١٢٠ کالو ته نږدې کېږي او پر دې سربېره روغ حالت او هغه وخت چې کس پکې مړ کېږي، صفر ته رسېږي.”

زړښت، هغه چاره ده چې مخنيوى يې نشي کېداى، خو له کم عمر څخه کولاى شو، ځينې کړنې ترسره کړو، ترڅو د زړښت چاره ورو کړي. يوه له دغو لارو چارو د هغو خوړو چې خوړل دي، چې د زړښت ضد ترکيبات لري، د ځوانۍ د عمر د اوږدېدو او د زړښت چاره ځنډېدو لامل کېږي.