ولسمشر غني: طالبان دې ولس ته قناعت ورکړي، زموږ غیږ ورته خلاصه ده

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ولسمشر غني د سرتېري ورځې په مناسبت نن په ملي دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان ځواکونه پیاوړي دي او د پردیو دسیسې به شنډوي.

د نوموړي په خبره د نړۍ او افغانستان علماوو په ځلونو په نړیوالو کنفرانسونو کې پرېکړه کړې چې افغان جګړه اسلامي رنګ نه لري او نه هم دغه جګړه څوک روا بللی شي.

ولسمشر غني همدا راز وویل چې جګړه اسانه ده، خو د مېړانې او صداقت لار سوله ده او طالبانو ته په کار ده چې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز ډېر کړي.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د افغانستان د سولې له روانې پروسې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري وکړي او په دې هېواد کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ګامونه اوچت کړي.

غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې یوازې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته او دغه راز د ولس په غوښتنه او خوښه د خپلې قانوني دورې تر بشپړولو وروسته به واک بل قانوني ولسمشر ته سپاري او په وینا یې راتلونکی ولسمشر به هم خلک ټاکي او د خلکو د ارادې استازیتوب به کوي.

هغه په خپلو خبرو کې افغان ځواکونه د ننني افغانستان اصلي لاملین یاد کړل او زیاته یې کړه، چې ددوی د سرښندنو له کبله ورته د نړۍ نور مشران مبارکي ورکوي.

ولسمشر غني افغان سرتېرو ته په خطاب کې وویل: “تاسې یواځې  د افغانستان نه؛ بلکې د ټولې نړۍ ساتونکي یاست او نننی افغانستان هغه افغانستان دی، چې د نورو هېوادونو امنیت یې هم ساتلی.”

نوموړي زیاته کړې، چې په اوس وخت کې د افغانستان ټولې قواوې ځوانې شوي او دوی په ځوانې جذبې سره د هېواد ساتنه کوي.

غني په خپلو خبرو کې طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې د طرحې د لرلو په صورت کې ولس ته قناعت ورکړئ، د افغان حکومت غېږ درته خلاصه ده.

د کب ۹ له تېرو څلور کلونو راهیسې د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو په نوم هرکال په ټول هېواد کې نمانځل کیږي، چې خلک پکې  د سرتېرو قرباني، سرښندې او د دوی مېړانه ستايي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي