ډېری خلک غواړي چې د خوب پر مهال پړمخې څملي ځکه چې د ارامتیا احساس کوي. خو هغوی په دې نه پوهېږي چې دا ډول څملاستل څومره خطرناک دی.
د برنا د راپور پر بنسټ، دا ډول څملاستل ډېر روغتیايي زیانونه لري او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مسلمانان په ډېر کلکه ترې منعه کړي دي.
علمي څېړنې ښيي چې پړمخې څملاستل ډېر خطر لري نو ښه ده چې انسان ښي خواته څملي.
د پړمخې څملاستېدلو یو لوی او مهم زیان په پښتورګو کې د تېږو پیدا کېدل دي. په ښي او کيڼ لوري څملاستېدل په بختورګو کې د تېږو د جوړېدو مخنیوی کوي.
خو پړمخې څملاستېدل د دې لامل کېږي چې بدن حرکت ونه کړي او په بختورګو کې تیږې جوړې شي.
همدارنګه په پړمخې څملاستېدل، د خېټې عضلات کمزوري کوي او په ملا کې قبۍ یا شاټوغي د پیدا کېدو لامل کېږي. غاړه او ورمېږ ډېر زیان ويني او انسان د درد او په بدن کې د انقباض احساس کوي.