لیکنه: محمدصابر حمیدي
د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې.
کوپټیل د یادو شپږیزو په وهلو سره نړیوالو شل اوریزه لوبو کې خپل د هغې شمېر ۱۳۲ ته ورساوه او په دې سره یې د هندي روهیت شرما څخه لومړنی ځای ونیوی.
په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې زیاتې شپږیزه وهونکې لوبغاړي
۱- مارټین کوپټیل، نیوزیلنډ، ۹۲ لوبې، ۲۴۰ څلوریزې او ۱۳۲ شپږیزې.
۲- روهیت شرما، هندوستان، ۱۰۰ لوبې، ۲۴۵ څلوریزې او ۱۲۷ شپږیزې.
۳- ایون مورګن، انګلستان، ۹۴ لوبې، ۱۷۲ څلوریزې او ۱۱۳ شپږیزې.
۴- کولین مونرو، نیوزیلنډ، ۶۲ لوبې، ۱۳۲ څلوریزې او ۱۰۷ شپږیزې.
۵- کریس ګېل، ویسټ انډیز، ۵۴ لوبې، ۱۳۸ څلوریزې او ۱۰۵ شپږیزې.
۶- ایرون پینچ، اسټرالیا، ۶۸ لوبې، ۲۱۷ څلوریزې او ۹۷ شپږیزې.
۷- مایکلم، نیوزیلنډ، ۷۰ لوبې، ۱۹۹ څلوریزې او ۹۱ شپږیزې.
۸- ډیویډ وارنر، اسټرالیا، ۸۱ لوبې، ۲۱۸ څلوریزې او ۸۹ شپږیزې.
۹- مکسویل، اسټرالیا، ۶۲ لوبې، ۱۳۷ څلوریزې او ۸۷ شپږیزې.
۱۰- شین واټسن، اسټرالیا، ۵۶ لوبې، ۱۱۵ څلوریزې او ۸۳ شپږیزې.