د زنجفيل روغتیايي ګټې؛ له مغزي سکتې مخنیوی کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

زنجفیل یو داسې بوټی ده، چې ښه خوند او ښه بوی لري او د دې بوټي اصلي ټاټوبی هند ګڼل کېږي.
په قران شریف کې هم د زنجفیل یادونه شوې، او په اړه یې داسې ویل شوي: “وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا” (سورة الإنسان آية ١٧) په جنتیانو به د شرابو داسې جامونه وڅښل شي، چې ادرک یا زنجبیل به په کې وي.
له زنجفیل څخه په لومړي ځل هغه وخت ګټه واخیستل شوه، چې په منځنیو پېړیو کې اروپایان د مرچو له کمښت سره مخ شول او په شرقي هیوادونو کې د دې بوټي څخه د ګټې اخیستنې تاریخ ۳۰۰۰ کالو ته رسېږي.
اومېندوارې ښځې دې د زنجفیل په خوړولو کې احتیاط وکړي او باید چې ډېر لږ وخوړل شي، ځکه داسې ویل کېږي، چې زنجفیل د بادارۍ پر مهال دردونه له منځه وړي.

د زنجفیل ګټې په لاندې ډول دي؛

۱ـ لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده،اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کورونا وایروس یا کویډـ۱۹ ناروغۍ راغلې، نو د ډاکټرانو په وینا د زنجفیل بوټي کارول موږ سره مرسته کوي، چې د دې ویروس په مقابل کې زموږ د بدن مقاومت لوړ شي.
۲ـ د ریزش، ټوخي او ځان درد لپاره غوره درملنه ده.
۳ـ هغه خلک چې د روماتیزم ناروغۍ لري په خپلو خوړو کې دې له زنجفیل څخه ګټه واخلي.
۴ـ د زنجفیل بله لویه ګټه دا ده، چې د مغزي سرطان خطر زموږ په بدن کې راکموي.
۵ـ هغوی چې غواړي وزن یې کم شي نو زنجفیل دې وخوري.
۶ـ دا بوتی د مکروبو ضد خاصیت لري.
۷ـ هره ورځ په چای کې د زنجفیل اچول مو د زړه له ناروغۍ څخه ژغوري.
۸ـ د ویني کلیسترول لپاره ښه دي.
۹ـ زړه بد والی ښه کوی.
۱۰ـ څېړنو دا ښودلې چې هره ورځ د زنجفیل یوه تازه ټوټه خوړل د عضلاتو دردونه ښه کوي.