ژباړه
موږ ټول هيجانات لرو کله خفګان، قهر او وارخطايي احساسوو، چې دا د ژوندانه د فشارونو په وړاندې يو طبيعي غبرګون دى. مثلاً کله چې يو ماشوم مړ کيږي د هغه والدين تر هغه پورې خفګان احساسوي، ترڅو د هغه له لاسه تللو باندې عادت شي.
په دې ليکنه کې مو د رواني ناروغيو څو ډولونو ته اشاره کړې.
د بدن له نظره؛
رواني ناروغ کيداى شي ځيني بدلونونه په خپل وجود کې احساس کړي لکه د درد او يا داسې بدني نښي او ناراحتي ووايي چې د کتنې په وخت کې په کې هڅ ډول بدني علت پيدا نه کړو، ناروغ د خپل خوب د تغیيراتو څخه شکايت کوي او سم خوب نه شي کولى.
خبرې او فکر کول؛
ناروغ کيداى شي ډيرې زياتې او بې له ضرورته خبرې وکړي او يا برعکس دا چې ډيرې کمې او يا هيڅ خبرې ونه کړي، د کس خبرې او ويناوې کله کله بي مانا وي او يا د حيرانتيا وړ او غلط عقايد ولري.
ادارک؛
کله چې کس رواني ناروغ وي کيداى شي داسې اوازونه واوري او يا داسې څه ووينې چې هيڅ وجود ونه لري او يا کيداى شي داسې فکر وکړي چې هغه ته څوک ګواښ کوي.
حافظه؛
که چېرې يو کس هېرول کوي او اخيرنۍ پيښې لکه اخري ورځې او اونۍ ياد ونه لري نو دا هم د رواني ناروغۍ نښه ده.
سلوک؛
که چېرې د يو کس خوي او عادت تغیير وکړي، په خپل ظاهري حالت کې بې پروايي کوي او هغې ته هېڅ پام نه کوي د نوموړي دا حالت په رواني ناروغۍ دلالت کوي.