ژباړه: مهر تاج
د احمد ولي هوتک برازيلي سيال چې تېره اوونۍ يې کابل کې یوه لوبه وبایلله، ادعا کړې چې هغه په وسله ګواښل شوی او لوبه يې د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر خپل سیال ته پريښې ده.
برازيلي “لیونارډو باربوسا” ویلي، کله چې هغه افغانستان ته راغی هغه ډېر زیات تشویق شو او ښه راغلاست ورته وویل شو. د هغه په وینا، د سیالۍ په شپه، د جامو بدلولو خونې ته یو سړی رادننه شو او یو څه یې وویل، چې زه پرې پوه نه شوم. او بيا يې خپله وسله ماته وښودله، ما وليده چې هغه وسله وال دی.
دا وایې، چې ما ځکه هوتک ته په اسانۍ لوبه وبایلله. ده دا هم وویل کله چې لوبه پیل شوه، هغه کس چې مخکې یې خپله وسله ښودلې وه، د دوه ساتونکو سره لوبځای ته رانږدې شو او په غوسه کې یې راته یو څه وویل.
“لیونارډو باربوسا ” زیاتوي، چې همدارنګه نوموړي سړي د دوه رونډونو ترمنځ ماته رانږدي شو او په غوسه کې یې راته یو څه وویل، چې زه وویرېدم.
دی دا هم څرګنده کړه، چې ده د خپل ژوند د ژغورلو لپاره سیالي خپل سیال ته پریښې ده، او هغې ورځې ته په تمه دی، چې له هوتک سره د افغانستانه بهر مخامخ شي.
دغه برازیلي لوبغاړي دا هم ویلي، چې پخپله “احمد ولي هوتک” د هغه سره د دې چلند په هکله ملامت نه دی، خو د هوتک مينهوال ټول ليوني دي.
احمدولي هوتک، چې د خپل برازیلي سيال تورونه رد کړي او وايي چې له ده څخه غوښتنه شوې، چې په دوبۍ کې په یوه نوې لوبه کې د “ليونارډو” په وړاندي برخه واخلي یا په بله معنا ولوبېږي. هوتک ویلي، که څه هم هغه به د خپلو ملاتړ کوونکو سره د صلاح او مشورې وروسته دا پریکړه وکړي، خو لوبې ته چمتو دى.
هوتک دا هم ويلي دي، چې د يوه رسمي سپورتي لوبې ګټلو لپاره د وسلهوال کارول د هېڅ انسان ضمير نه مني.
هوتګ زیاته کړي، چې زه يو بوکسر یم د برازیلي باربوسا ساتونکي نه. او وه يې ويل دا ناشوني وه، چې زه ده سره ۲۴ ساعته اوسم او پر ده پام وکړم.
هوتک د ده د ادعا په ځواب کې پر خپله فیسبوکپاڼه کې هم ليکلي دي:
لومړی خو زه فکر نه کوم، چې دا دعوه دې رښتيا وي او یا دې چا ګواښلى وي، که دا رښتیا هم وي، دا روښانه نه ده چې وسلهوال کس ده ته څه ویلي دي؟! هوتک وايې دویم دا چې که چا دى د رېنګ نه بهر ګواښلى هم وي، نو ده ولې هغه وخت چاسره اړيکه نه کوله یا یې نه ویل؟!
بل دى څنګه جنګيالى/ بوکسر دى، چې د يو عادي کس تر تاثیر لاندي تر دې کچې راتلو؟!
هوتک ټینګار کوي چې هېڅ سالم عقل دا نه مني.
د “احمد ولي هوتک” او “لیونارډو باربوسا” ترمنځ لوبه د لوی په ٢٣مه په کابل کې ترسره شوه.
د لوبې وروسته ، ځینو دا دعوه هم کړي ده، چې برازیلی بوکسر د پيسو په بدل اخستل شوی و.
هوتک په دې هکله هم ویلي، چې دا دعوه هم دروغ ده.
هغه وايي، چې دوی فکر کوي، چې هرڅوک به د دوی په څیر “د هویت او د وطن پلورونکي وي”.
احمد ولي هوتک زیاته وي:
” برازیلي چې کومه ادعا کړې ده، د هغه ادعا سمه ده او که غلطه، خو د هغو کسانو لپاره، چې ویلي یې دي؛ چې برازیلی بوکسر اخیستل شوی و، دا ډېره د شرم او ننګ خبره ده، ځکه چې هغوی د تعصب او حسادت له مخې داسې ویلي دي، چې اوس د تعصب او حسادت له مخې د يوه برازيلي ادعا ته رنګ ورکوي او دا خبره لويوي او په پراخ ډول کار ورته کوي.”
که څه هم د ریسلینګ د فدراسيون چارواکو د برازیلي جنګیالی ادعا نه ده تایید کړي، خو ویلي یې دي، چې هوتک يو ځل بیا د” باربوسا” سره د سيالۍ لپاره چمتو دی.