لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو بولي تېره پنجشنبه ترسره شوه، چې ګډونوالو اتو واړه لوبډلو بېلابېل لوبغاړي واخیستل او خپلې لوبډلې یې بشپړې کړې.
سنرایزر حیدراباد لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي یې له ځان سره ساتلي وه، په بولي کې یې درېیم افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم واخیست.
حیدراباد لوبډلې اوس پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې او ټویټر پاڼې وایي، خوښ دي چې نوی اخيستل شوی ستوری يې د کريکټ نړۍ کې دويم او دريم مقام لري.
Under 🔝 3 in both ODI and T20I Rankings 📈
What a 🌟 @Mujeeb_R88 has been in the limited overs format 🧡#OrangeArmy #KeepRising #SRH pic.twitter.com/nPj9ppthJP
— SunRisers Hyderabad (@SunRisers) February 22, 2021
مجیب د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندیو کې
مجیب ځدران په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ دویم نمبر توپ اچونکی دی.
ددې ترڅنګ بیا په شل اوریزه سیالیو کې د نړۍ درېیم نمبر توپ اچونکی دی.
مجیب ځدران د آی پي ایل په بولي کې
کینګز الیون پنجاب لوبډلې سږ کال مجیب ځدران له ځان سره ونه ساته او هغه یې په هغه لوبغاړو کې شامل کړ، چې بولي ته وړاندې کیږي.
مجیب بولي ته په ۱۵۰ لکه هندۍ کالدارې وړاندې شو، چې په لومړي پړاو کې هیڅ لوبډلې وانخیست، خو په دویم پړاو کې حیدراباد لوبډلې په همدې بیه ځانته واخیست.