د واده لپاره باید کوم ډول جامې واغوندو؟ دا لارښوونې ولولئ

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: مریم صدیقي

د واده جامې هغه جامې دي، چې ناوې د واده په مراسمو کې اغوندي. د واده جامې رنګ او ډول په توکمیز کلتور، او دودونو پورې اړه لري.

د واده جامې یو له ترټولو ښکلې جامو څخه دي، چې میرمنې یې د خپل ژوند په جریان کې اغوندي او د دوی د ژوند ترټولو یاد ساتونکې او غوره ورځ پکې لمانځي.

د واده جامې ډیزاین کولو ، ګنډلو او غوره کولو کې خورا احتیاط په کار دی.

دلته به پر هغو ټکو خبرې وشي، چې له نجونو کې د واده جامې په ټاکنه مرسته وکړي:

د واده جامې مخ په وړاندې ټاکنه:

لومړی تر هر څه د واده جامو غوره کولو لپاره باید تاسې یې د اخیستلو پر مهال شتون ولرې، او مخکې له ټاکلو یې په خپل ځان کې وګورئ، کوښښ وکړئ چې ډېرې بڼې یې وګورئ. معلومه کړئ چې کوم ماډل ستاسو بدن سره مناسب دی. د دې کار په کولو کې شرم مه کوئ، ځکه چې تاسو یوازې یو ځل د واده جامې اغوندئ.

د خپل واده فصل سره سم جامې غوره کړئ:

مانا دا چې که ستاسو واده په پسرلي یا هم اوړي کې وي نو داسې ټوکر غوره کړئ چې یخه او میینه وي. او پام وکړئ چې د وریښمینو جامې ونه ټاکئ، ځکه که ټوکر ګرم وي نو تاسې به پکې خولې وکړئ، چې دا بیا ستاسو د سینګار په خرابېدو کې مهم رول لري.

د مني او ژمي په موسونو کې ګرم او ډبل ټوکر ټاکنه ښه ده. ځکه ساړه به مو پکې نه کېږي. او بل د ا چې د ژمي په موسم کې د لوڅ لستوني کمیس مه ټاکئ. ځکه یو خو به مو پکې ساړه کېږي او بل ښه هم نه ښکاري.

د بوټانو اغوستل:

د واده ورځ څخه مخکې د واده د ورځې بوټان له ټاکل شوي کمیس سره وازمویئ. تر څو تاسو ته دا څرګنده شي چې د جامو لمن ورسره څومره پورته کېږي، او هم د جامو په ښایسته ښکاره کېدو کې ډېر اړین څیز ده.

د کب ماډل:

که غواړئ چې بدن مو په جامو کې ښکلی ښکاره شي د کب ماډل جامې وټاکئ.

د بف لمن:

که تاسې غواړئ چې پورتنۍ بدن مو ظریفه ښکاره شي، د بف لمن جامې واغوندئ، چې ګنډ یې تنګ او ډک د ګلان، مرۍ، مرمر او یخک څخه وي.

خپله ټاکنه:

که هېڅ ماډل جامې ستاسو له خوند سره مناسب نه وې، نو غوره ده چې ساده او اوږده لمن جامې وکړئ.