اداکاره “سنجانه ګلاني” ، چې د هندوستان کاناډا، تامل او تیلګو تلویزیون صنعت سره تړاو لري، دوه کاله دمخه اسلام قبول کړی او په ځان یې “ماهره “نوم ایښی دی.
د اداکارې “سنجانه ګلراني” اصلی نوم ارچنا منوهر ګلاني دی، چې د فلمې نړۍ نوم یې سنجنه ګلاني ده.
“ماهره ” وایي، چې هغه په تیرو لسو کلونو کې په هند کې د اسلام په اړه ډیری شیان اوریدلي او لیدلي دي. په هېواد کې د اسلام ضد روان پروپاګند د هغې په اړه د اسلام اړوند پوهیدلو ته اړ ایستله.
نوې مسلمانه شوې وايي، چې د اسلام په هکله یې ژوره مطالعه کړي ده، د اسلام پیروانو سره یې د دین په اړه بحثونه کړي او پدې پوهه شوې، چې اسلام ریښتینی مذهب دی، زه یې په اصولو باور لرم او غواړم چې تعقیب یې کړم، ترڅو د ژوند هدف ترلاسه کړم.
ماهره دا هم لیکلي؛ چې هغې پرته د کوم زور و فشار څخه اسلام قبول کړی او اسلامي نوم یې ماهره ایښی دی.
سنجانا زیاته کړي:
“زه فکر کوم چې د اسلام اصول ریښتیني دي او زه په دې اصولو باور لرم. زه د اسلام له دین سره مینه لرم، تر څو د ژوند هدف ترلاسه کولو لپاره باید تعقیب او عملي شي.”
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې سنجانا د یو لړ دلایلو له مخې د اسلام مذهب منلو (مسلمانېدلو) راز پټ کړی ؤ، خو اوس یې د اسلام منلو سند روښانه یا افشا شوی.
هندي اداکارې په ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې په خپله خوښه اسلام قبول کړی، چې هغې ته د کرناټک شرعي محکمې لخوا د مسلمانېدو سند هم ورکړل شوی.
مولانا “زین العابدین” ویلي، چې دغه سند هر هغه چا ته چې اسلام منلو لپاره مدرسې ته رجوع کوي د Affidavit محکمې د ادعاو پر بنسټ صادرېږي. پروسه یې د قانون سره سم پرمخ وړل کېږي، یاده پروسه د شاه ولی الله مدرسې تر نظارت لاندې کلونه کلونه روانه ده.
دا چې “سنجنا ګلراني” یوه فلمي اداکاره ده، ایا له دې څخه خبر وئ؟
د دې پوښتنې په ځواب کې، مولانا زین العابدین وویل چې هغه د سنجانا ګلراني له تاریخ یا ماضي څخه خبر نه ؤ. مولانا وویل، چې د اسلام منلو سند د محکمې لخوا هر هغه لیواله چاته ورکول کېږي چې دلته عارض کېږي، که هغه سنجانا وي یا که کوم بل څوک.
د سند له مخې ، ۳۱ کلنې ارچنا منوهر ګلراني بنت منوهر ګلراني په خپله خوښه و رغبت د الله تعالی یو والی او محمدﷺ د وروستي پیغمبر په توګه منلی او د شهادت کلمې په لوستلو سره پرته له کوم زور یا فشار اسلام قبول کړی.
په سند کې د سنجنا ګلراني او د دوه شاهدانو “امتیاز” او “اسلم پاشا” نومونه، پتې، لاسلیکونه او د تلیفون شمیرې هم شاملي دي.