د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې اوسني لوبډلمشر ویرات کوهلي د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کیدونکې لمړۍتاریخي ټیسټ لوبه کې د ګډون څخه انکار وکړ.
د دواړو افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لمړنۍ ټیسټ یا ۵ ورځینۍ لوبه به په راتلونکې جون میاشت کې ترسره شي، چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې به نه هیریدونکې وي.
دغه تاریخي لوبه به د راتلونکې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه پیل او تر ۱۸ پورې به دوام وکړي، خو د سیالۍ وړاندې هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي د افغانستان سره په سیالۍ کې د ګډون پر ځای د انګلستان د کوانټي کرکټ لوبې غوره کړې.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د روان کال په راتلونکې جولای څخه تر سيپټمبر میاشتو پورې د کوربه انګلستان او میلمه لوبډلې هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه، درې ۵۰ اوریزه او ۵ ټیسټ لوبو لړۍ پلان شوې ده، چې د لا ښه چمتوالي او موسم سره د بلدتیا په موخه هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي، پیلز لوبغاړي چیتیشوار پوچارا او تیز بالر ایشانت شرما د انګلستان د کوانټي کرکټ سیالیو کې د ګډون خبر ورکړل شوی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، چیتیشوار پوچارا وا ایشانت شرما لا د وړاندې په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه انګلستان ته تللي دي، خو ویرات کوهلي به د هندوستان د کورني کرټ غوره لیګ «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د پای ته رسیدو وروسته یوازې په څو سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته ولاړ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ هم د هندوستان خلاف ټیسټ او بنګله دیش خلاف ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو ته د لا ښه چمتوالي په موخه خپل په زیات شمیر لوبغاړي، چې پکې د ۱۹ کلنو، الف او ملي لوبډلې لوبغاړي شامل دي؛ هندوستان ته لیږلي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۳ لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب ځدران اوس مهال د هندوستان په «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې بوخت دي او د دغه لیګ پای ته رسیدو سره به هغوي هم د خپلې کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پلان شوې ده، چې تر دې مهاله یې کره نیټه نه ده په ډاګه شوې، خو د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ښآيي د دواړو لوبدلو ترمنځ دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ د هندوستان خلاف د ټیسټ لوبې وړاندې د راتلونکې جون میاشتې په لمړۍ اونۍ کې ترسره شي.