د غلام خان بندر له لارې د ټرانزیټ موټرو تګ راتګ پیل شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د خوست ځایي چارواکي وایي، پرون جمعه، د خوست د غلام خان بندر له لارې لومړنۍ ټرانزیتي محموله ترسره شوه چې ولسونو یې تود هرکلی وکړ.

د خوست له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولسونو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغو بار وړونکو موټرو تود هرکلی وکړ چې په ټرانزیټي مالونو بار د خوست سرحدي ګمرک ته راورسیدل.

د خبرپاڼې په وینا ، د ځینو لوړپوړو چارواکو سربېره ګڼو خوستوالو د ټرانزیټ لومړنۍ محموله په اټنونو، بېلابېلو نندارو او خوښیو سره بدرګه کړه.

خبرپاڼه زیاتوي، د خوست والي مهمند کټوازي چې په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې نن ورځ په لومړي ځل د غلام خان له لارې ټرانزیټي مالونو محموله تر سره کیږي، چې په دې سره غلام خان له مرکزي اسیا سره وصل او د ټرانزیټي موټرو تګ راتګ پرې پیل شو.

خبرپاڼه وایي، د خوست والي زیاته کړې چې د هېواد ولسمشر د غلام خان بندر د تاسیساتو د جوړیدو او مرکزي اسیا سره د دې لارې د وصل لپاره ځانګړې پاملرنه لري او په دې لاره به د ټرانزیټ لپاره نور هم وړ سهولتونه رامنځ ته شي.

د خبرپاڼې په خبره، د محمولې د پرانیستې لپاره په جوړو شویو مراسمو کې د خوست ملکي او نظامي رهبرۍ، د پکتیا والي، د ولسي جرګې غړو، د خوست ولایتي شورا رئیس او غړو، سوداګرو، قومي مشرانو، ځوانانو، علماوو کرامو او په زرګونو خوستوالو ګډون درلود.

ټرانزیټي بار وړونکي موټر چې د ولسونو له هرکلي سره مخ وو، په ګربزو ولسوالۍ کې د سرک په غاړه ورته په زرګونه خوستوال هرکلي ته ولاړ وو او له خوست ښار څخه یې د مرکزي اسیا په لوري حرکت پیل کړ.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي