دا چي پاريش راول به تاسو په څومره فلمونو کي ليدلی وي، هغه نو تاسو په خبر ياست، خو د فلمونو شمېر يي دلته ناممکن دي، ځکه تر حساب یې تېر دي.
د پاریش راول له څېرې سره د هندۍ سینما فلمونو ټول لیدونکي بلد دی. پاریش د هند په ممبي ښار کې زېږېدلی، او د ۶۵ کالو عمر لري.
هغه په زیاتو کم 500 فلمونو کې کار کړی دی.
لومړی فلم یې د (نصرالدین شاه) سره په 1984 کی د (هولي) په نامه ریلیز او وړاندې کړ. په قوم برهمن، او په دین هندو دی. ځینو رسنیو بیا د نوموړي په هکله څو کاله مخکېد مسلماني اوازه هم خپره کړه، خو خپله پاریش پرې تراوسه څه نه دي وی. د پاریش د خوښې ښځینه فلمي ستورې کاجل او د خوښې سیاستوال، نریندرا مودي دی.
د خوښی خواړه یې بریاني، دچرګ غوښه، اش، او وطنی بینډی دي. له پاریش څخه پوښتنه وشوه، چې ایا (پاریش راول) د څګریټ او شرابو نشه کوي؟ ځواب یې منفي وه، نوموړی نه شراب او نه هم د څګریټ نشه کوي.
نوموړی د 1980 څخه بیا تر 1990 پوری په 100 فلمو کی راڅرکند شو چې ټول کارونه یی پر منفي رول کې و. خو د (هیرا پیری) فلم وروسته نوموړی کمیډي فلمونه ځانته وټاکل. نوموړی په 2014 کی د (حمداباد) لپاره ځان کاندید کړ، چې په بریالی سره کامیابه او د جنتا ګوند غړی شو.
پاریش په کوچنیوالي ځان سره پريکړه وکړه چې دی به اکټر جوړيږي چي له نیکه مرغه دغه هیله یې پوره شوه، او د هند په سینما کې یې ځانته یو ځانګړی ځای جوړ کړ.
په ارجون فلم کي يي سپورټينک رول ادا کړ، چې بي حد يي رول وستايل شو، او بي شمېره د فلمونو رولونه ورته وړاندې شوه. پاریش په عاشقۍ واده کړی، او دوه زامن لري چې هغوی هم ودونه کړي دي.
نوموړی د اکشي کمار ښه ملګری دی، او د اکشي د ځوانۍ په هر فلم کې دي خامخا و او لا يي هم دوستي دوام لري.
پاريش روال د 2014 څخه تر 2019 پوري په سياست کې و.