په مجازي پاڼو کې د يو جالب انځور خپرېدلو، د انټرنټ کاروونکي د يوې عجيبه پوښتنې سره مخ کړي دي.
د ډيلې مېل په حواله، يو نوي انځور د ټولنيزو شبکو کاروونکي حيران کړي دي. هغوى هڅه کوي، پوه شي چې خپور شوى انځور انسان که سپى، کوم يو ښيي؟
دا انځور په واورو پوښلى ځنګل انځوروي، چې په منځ کې يې “تور سيورى” يا يو کس ليدل کېږي، آيا کوم سپى د منډې په حال کې دى، يا د يوه سړي د پنډ سره، له شا انځور اخيستل شوى؟
دغه انځور د کاروونکو پام ځانته وراړولى او زيات کمېنټونه يې اخيستي دي.
يو کاروونکي ليکلي دي:”زه مجبور شوم عينکي په سترګو کړم، چې بالاخره سپى ووينم.”
بل کس ليکلي دي:”حيرانووونکې ده! زه پرته له سپي بل څه نه وينم.”
د ګمان ماهيت په دغه واقعيت کې پروت دى، چې د يو انسان انځور، بلکه يو معمولي سپى انځوروي، چې د خاوند په لور يې منډه وهي.