ځيرکتیا؛ ۷ هغه نښې چې وايي دومره هم ځیرک نه یاست!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

ځينې وخت داسې پېښېږي چې له ځان سره به وایاست، زه خورا هوښیار او ځیرک/ه یم؛ خو تل داسې فکر مه کوئ. لږ شا ته وګورئ، ښايي تېروتي یاست. لږ پر خپله ځيرکتیا شک او غور پکار دی.
اووه هغه نښې چې وايي، دومره هم ځیرک نه یاست:

۱-لږ اورئ، ډېرې خبرې کوئ:

listener.jpg
پرته له دې چې ورته پام مو شي، خپل غږ ډېر درباندې ګران وي. د دې لپاره چې په نیمو خبرو کې د خلکو خبرې ورپرې کوئ، خلک هم تاسو سره ډېر د زړه راز نه کوي؛ ځکه تاسو د خبرو مینځ کې یوازې د خپلو بریاوو او ناکامیو په اړه خبرې کوئ. که چېرې واقعاً همداسې وي، دا ځل چې هر چا خبرې درته پیل کړې، پرته له دې چې قضاوت وکړئ یا یې د خبرو مینځ ته ځان ور واچوئ، ورته غوږ شئ.

۲-هڅه مو تل دا وي چې ځان ښه انسان وښایاست:

FB_IMG_1611812085533.jpg

خپل رښتینی شخصیت پټوئ. کله چې له خلکو سره مخ کېږئ، تل هڅه کوئ ځان ښه او معصوم ښکاره کړئ. په اصل کې تاسو تمثیل کوئ چې خلک تېرباسئ. هوښیار او ځيرک خلک خپل شخصیت چې څنګه دی، هغسې یې ښيي. د دوی دا نه خوښېږي چې په کوم څه عقیدتمن نه وي، ویې کړي. که تاسو تل د ځان ښه ښودلو هڅې کوئ، پوه شې چې بلاخره ترې ستړي کېږئ.

۳-د توپانونو/طوفان په مینځ کې ایسار یاست:

busy-man.jpg
تل په یوه مسله کې ګیر یاست. هوښیار او ځیرک کسان په وړو وړو خبرو باندې چورت نه خرابوي. ځيرک خلک یا یوې خبرې/ستونزې ته حللاره لټوي، یا یې بیخي کیسه کې نه کېږي.

۴-د خلکو د هڅو پر ځای، هغوی ناهیلي کوئ:

IMG_20200725_165350.jpg
یوازې په خبرو هغوی نه ناهیلي کوئ، په خپلو کړنو او د هغوی د احساساتو په بابېزه ګڼلو یې هم ناهیلي کوئ. اصلاً په خپلو حرکاتو او خبرو هغوی ته دا احساس ورکوئ چې هیلې، ستونزې او کړاوونه یې تاسو ته هېڅ اهمیت نه لري. هوښیار خلک د نورو د ستونزو حللاره ګوري، غوږ ورته نیسي، همدا وي چې خلک هم پرې راماتېږي.

۵-بې مانا ساعتېری کوئ:

reading-a-book-768x512.jpeg
ډېر مو نه خوښېږي چې ستونزې ولرئ. ډېری په داسې خبرو پسې ګرځئ چې ساعت مو پکې تېر وي. د لویو لویو لیکنو لوستل مو ښه نه ایسي. خپل وخت یوازې د بېځایه ټلویزیوني خپرونو په کتلو ضایع کوئ.
خو هوښیار خلک د محتوا لرونکو کتابونو لوست پسې مړه مړه دي. دوی هغه فلمونه ګوري چې دوی ته نوښتګر فکرونه ورکوي.

۶-تل سرګردانه یاست:

Fidgeting.jpg
په کاري ژوند کې مو تل سرګردانه او بې تګلارې یاست. لکه سرګردانه چرګه دا خوا هاخوا ځغلئ. تل په ژوند کې داسې یوه ستونزه لرئ چې ذهن مو پرې بوخت ساتئ. حال دا چې دا ستونزه به هېڅ د پام وړ او غټه نه وي. زده کړئ چې پر خلکو باور وکړئ. ځان خوښي مه اوسئ. داسې مه وایاست چې زه هر څه کولی شم. لږ ځان ته هم پام وکړئ، استراحت وکړئ. د پرله‌پسې کار پر ځای لږ په خپلو شوقونو او شاعتېریو پسې ووځئ.

۷-د ژوند ملګري/ې سره مو رښتیني نه یاست:

ps-love.jpg
که تاسو د ژوند ملګري /ې سره چندان ښه ژوند نه لرئ؛ نو ځا هوښیار هم مه ښیئ. څېړنو په ډاګه کړې، هغه نارینه چې خپلې مېرمنې ته وفاداره دي، ډېر هوښیار او ځيرک هم دي.
یادونه: که چېرې د دې لیکنې ځينې نښې په تاسو کې هم وي؛ نو هڅه وکړئ لږ پر ځان کار وکړئ، څو بیخي ښه انسان شئ.