محب: طالبان د نظام ړنګېدل غواړي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، طالبان د قدرت د ترلاسه کولو په لټه کې دي او هڅه کوي چې نظام را نسکور کړي.
د محب په خبره طالب ته له ځان بغیر بل څوک نه مسلمان معلومېږي او نه هم افغان.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن د لوړپوړو امنیتي مسوولانو د خبري ناستې پر مهال د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، طالبانو د مذاکراتي پلاوو ناستې پرېښودې او نه غواړي چې د دوی له مذاکراتي پلاوي سره خبري وکړي.
د هغه په وینا، که طالبان سوله نه غواړي دوی د جګړې لپاره اماده دي.
نوموړی زیاتوي، په هغه صورت کې چې طالبان د مذاکراتو مېز پرېږدي په بدیل به یې امنیتي ځواکونه وي چې د دوی په وړاندې به جګړې ته دوام ورکړي او په باور یې دوی د جګړې لپاره چمتووالی لري.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نړۍ د مسلمانو عالمانو د ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کړی دی چې په افغانستان کې یې روانه جګړه غندلې او دا جګړه یې د ټولو اسماني ادیانو او نړیوالو قوانینو خلاف بللې ده.
خبرپاڼه کاږي، دغې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د علماوو، د بشري حقونو د مدافعینو، او ملکي وګړو وینه توېیدنه د ټولو اسماني دینونو او نړیوالو قوانینو خلاف ده.
یادې ډلې دغه راز د نړۍ پر ټولو دیني عالمانو او پوهانو غږ کړی دی چې د قرآني احکامو او نبوي احادیثو په رڼا کې په افغانستان کې روانه جګړه وغندي او ښکېلې غاړې سولې او پخلاینې ته راوبولي.
بهرنیو چارو وزارت د دغې ټولنې د دریځ هرکلی کړی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پایته رسېدو او تلپاتې سولې لپاره بشپړه همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جکړه زیاته شوې په قطر کې د سولې’ مذاکرات هم په ټپه ولاړ دي او د مؤقت حکومت اوازې هم زیاتې خپرېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي