اروپايي ټولنه: افغان سوله کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د اروپايي ټولنې له یوه پلاوي سره کتلي او پر بیلا بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې تر ډېره د اروپايي ټولنې پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي او دغه ټولنې ژمنه کړې چې دوی به په افغانستان کې خپلې مرستې او همکارۍ ډېروي.
ددې تر څنګ دواړو لورو پر افغان سولې هم خبرې کړې دي.
ولسمشر ویلي چې د سولې په برخه کې د نړیوالو همکاري مهمه ده او افغان حکومت د سولې غوښتونکی دی، خو داسې سوله چې د لاس ته راوړنو د ساتلو سبب شي او جګړې د تل لپاره ختمې کړي.
د اروپايي ټولنې پلاوي هم ویلي چې بین الافغاني مذاکرات باید دوام وکړي او دوی له یوه سوله ییز افغانستان سره هر اړخیزو مرستو ته تیار دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبان د وروستیو هدفي بریدونو او تاوتریخوالي مسوول دي.
د اروپايي ټولنې په دغه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو ورانېدل، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو وژل کېدل او هدفي بریدونه په کلکو ټکو غندل شوي وه.
په دې اعلامیه کې د اروپايي ټولنې او ناټو تر څنګ د اسټرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، آلمان، هالنډ، اسپانیا، سویډن، برېټانیا، ایټالیا او متحده ایالاتو په ګډه د طالبانو له لوري وروستي هدفي بریدونه او د تاوتریخوالي ډېروالی غندل شوی و او له دغه ډلې غوښتل شوي وه چې له ورانکاره فعالیتونو لاس واخلي.
وسله والو طالبانو بیا د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړو چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي وه چې د اروپايي ټولنې او څو نورو هېوادونو وروستۍ څرګندونې بې اساسه دي او دوی یې ردوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي