ليکنه: شپنه سلګۍ
یوه داسې نړۍ چېرته چې جونې لوستې او باسواده وي، تر هغې نړۍ چې هلته جونې له زده کړو بې برخې وي، ډېره باثباته، سوکاله او آرامه وي.
همداسې هغه کورنۍ ډیرې بختورې او نیکمرغه دي چې لیک لوست یې زده وي ، خپل او د نورو حقوق وپیژني ، همداسې جونې د عامه پوهاوي او نورو ته د ښه ذهنیت ورکولو یو غښتلی ځواک لري، خو که سمه لارښوونه ورته وشي او په دې برخه کې وروزل شي.
موږ باید هرڅه ته په منفي نظر ونه ګورو او په هرچا بدګمانه هم نه شو.
یوشمیر انسانان نجونو ته او ځینې نجونې خپلو ځانونو ته په ډیر ټیټ نظر ګوري او د دوی لپاره نامناسب الفاظ کاروي، چې همدا کار نجونې کمزورې کوي او د دوي د پرمختګ مخه ډب کوي. نو نجونو ته پکار دي چې د چا خبرو پسې ونه ګرځې او خپلو زدهکړو او د یو ښه فکر عامولو لپاره له بېلابېلو لارو کار واخلي .
د یو شمیر نجونو لویه تېروتنه دا ده، چې دوي د زده کړو په جریان کې ټولنیز اصول نه مراعت کوي یا که په ډاګه ووایو ځیني وخت له اخلاقي دایرې وځي او له ځینو نارینهوو سره د دوستۍ تارغزوي. چې دا کار ډیری وخت د دوي ژوند ګواښي، د تعلیم مخه یې نیسي، کورنۍ او ټولنه ورباندې بې باوره کیږي او د دغه ډول نجونو د دې عمل په پایله کې نورو نجونو ته هم بیا خلک په ناسم نظر ګوري.
تر هغې چې دلته د انسانانو افکار سم نشي، نو دا ټولنه د روانو بدبینیو، شته ناخوالو او محدودیتونو څخه نه راوځي.
د جونو د تعلیم پر وړاندې زما په اند تر ټولو لوی خنډ د کورنیو بې باوري ده، که په دغه برخه کې دا شکونه له افکارو ومینځل شي، نو دا ټولنه د نجونو پرمټ د تعلیم او پرمختګ اسمان ته رسیږي.