روحي ضربه یو نه باور کیدوننکې او یا کوم څه چې د کنټرول وړ نه وي، داسې یو حالت دی، او روحي ضربه د خشونت، ظلم، جنګ او همداسې د نورو کارونو له امله رامنځ ته کیږي.
ـ کوم کسان چې روحي ضربه یې لیدلې وي، د مثبت بدلون پر وړاندې مقاومت ښکاره کوي مثلا کله چې هر ښه کار چې ستا ژوند کې ترسره کیږي، د هغه پر وړاندې مشکوکه یې یعنې شک کوې.
ـ د ماتي څخه ډېر ډارېږې، د ماتې څخه ډار د انسان د طبیعت یوه برخه ده خو که دا حس ډېر پیاوړی وي، نو دا د دې سبب کیږي چې د بریا حس او فکر ستا په وجود کې لمنځه یوسي.
ـ نشي کولای په سمه توګه فکر وکړي، معمولا حافظه یې ښه کار نه کوي او د هر مسلې په هکله فکر کول ورته ستونزمن وي.
ـ د هر څه او هر کار لپاره یوې منظمې خپرونې ته اړتیا لرې، تل غواړئ هر څه کنټرول کړئ او تل د هغه کارو ته اندېښنه کوې چې ستا له کنټرول څخه دباندې دي، او نسبت خپل ځان او نړۍ ته بې تفاوته یې، یعنې هر څه چې وشي پروا یې نکوې.
ـ د بریا څخه سخته وېره، کله چې یو څه ترلاسه کوئ نو اندېښمن یاست، له دې نه ډارېږئ چې بیرته له لاسه ورنکړئ. د کومو کسانو چې خوښیږي خپل فرصتونه له لاسه ورکړي، هغه له دې کبله چې په ځوانۍ کې یې یو مهم شخص له لاسه ورکړئ.
ـ ځان او نورو ته زیان رسوئ، د هغه چا سره چې مینه لرې هغه په نظر کې نه نیسې او غواړې له ژونده شاته کړې او وباسې، او کله چې د ستونزې سره مخ کېږې ځان قرنطین کوئ او غواړئ یوازې اوسئ.
ـ د ښکته عزت نفس څخه رنځ وړئ، کومې کورنۍ چې خپل ماشومان یې پریښي وي نو هغه ماشومانو کې دا ستونزه ډېره لیدل کیږي؛ ځکه دا ددې سبب کیږي چې خپله هغه شخص د سوال لاندې راشي چې زه ولې پرېښودم. او کوم کسانو سره چې مینه لرې درنه تللي اوسي، نو له همدې کبله د بې ارزښتی احساس کوئ.
ـ درد دل او مرسته غوښتل درته یو ستونزمن کار دی، ترجیح ورکوې چې یوازې ارامه ځای کې اوسې او له چا څخه مرسته ونه غواړې، ځکه چې له دې ډارېږئ چې څوک ستاسو په هکله قضاوت وکړي.