د ژان پل سارتر څو ګټورې ویناوې چې لوستل یې ګټور دي !

رنګین تجريدي ډیزاین

ـ تر ټولو خفه انسان هغه دی، چې تر ټولو ډېر خاندي. ځکه د خندا تر شاه یې ټول غم پټ وي.
ـ لکه څنګه چې زړه هغسې په اسانه ماتیږي، بل هیڅ هم داسې ژړ نه ماتیږي.
ـ ټوله وخت ته اړتیا لري، نو هیڅکله پرته له دې چې موږ پوه شو هغه څه وایي باید پایله ونه سنجوو له ځانه قضاوت کول ښه نه وي.
ـ کوم څه چې له لاسه ورکوو نشو کولای هغه بیرته ترلاسه کړو، نو اړتیا نشته چې د هغه په هکله فکر وکړو.
ـ مسله دا نده چې کوم شیان ورکیږي، خو اصل خبر دا ده چې د ورکېدو وروسته هغه نابود او لمنځه ځي.
ـ هر کله چې پوهېږې د کوم سوال ځواب دې ترلاسه کړ، هغه ځواب خپل مفهوم له لاسه ورکوي.
ـ ټوله هغه ښایسته شیان چې ګورئ خپل ذهن کې وساتئ، ترڅو تل تاسره وي، حتا په هغه وختو کې چې ته ونشې کولای هغه وګورې.
ـ کله چې د یو موضوع لیکلو ته پیل کوو، ناڅاپه پوهېږم چې زما درک نسبت هغه موضوع ته لږ دی.
ـ ټوله وګړي د هر څه په هکله خبرې کوي، په ځانګړې توګه د هغه څه په هکله چې هیڅ معلومات نلري.
ـ د ژوندي پاته کېدو لپاره، لومړۍ باید په دننه کې خپل ځان ووژنې؛ نو له همدې کبله ډېری انسانانو هر څه یې پریښي دي، ځکه پوهیږي هرڅومره هڅه وکړي په پایله کې ناکامیږي، او په دې اند دي چې هر ډول مبارزه بې ځایه ده.
ـ انسانان باید دا زده کړي چې په لږ شیان ځان خوشاله کړي، ځکه هرڅومره زموږ غوښتنې کمي شي خوشالي مو ډېریږي، همدارنګه د ژوند چاري دي هم ښه کیږي.
ـ انسانان د ارزښتونو زېږونکي دي.
ـ هیڅوک نشي کولای خپله ازادي خپله موخه وګڼي، هو مګر دا چې د نورو وګړو ازادي هم همداسې خپله موخه وګڼي.
ـ زه کولای شم تل په ازاده توګه ټاکنه وکړم، خو باید پوه شم، که ټاکنه ونکړم، خو بیا هم یوه ټاکنه مې کړې.
ـ هغه څه چې یو انسان ته د ژوند امکان ورکوي، یوازې عمل دی.
ـ هغه څه چې انسان کمزوری کوي، هغه تیښته یا هم تسلیمېدل دي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.