محب: موقت حکومت د پردیو د لاسوهنې لپاره لوی فرصت دی

سپینه تجريدي ډیزاین

 د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، موقت حکومت د پردیو لاسوهنې لپاره د دایمي فرصت مانا لري او دغه پردۍ اجنډا په افغانستان کې نه‌ شي تطبیق کېدای.
د ملي امنیت شورا سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په مسکو کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د دوحې د تړون له مخې دې په افغانستان کې لنډ مهاله حکومت رامنځ ته او ولسمشر دې د سولې لپاره استعفا ورکړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار پر خپل ټوېټر لیکلي: « که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکرات به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتل.»
حمدالله محب دغه راز لیکلي، اوس مهال افغان ولس د ولسواکۍ پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوه شوی دی.
هغه زیاتوي «هغوی چې د سولې له مذاکرې سره یې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دې پر دې پوه شي چې افغان ملت د ولسواکۍ پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلی»
افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم د ستانکزي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.
هغه تېره ورځ د امریکا د اسپن امنیتي بنسټ سره د ویدیو کنفرانس له لارې په خبرو کې نویمو کلونو ته په اشارې سره وویل چې د موقت حکومتونو طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومتونه د کورنیو جګړو او وینې تویدو لامل شوي‌ دي.
په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه یادې څرګندونې داسې مهال کیږي چې روانه میاشت په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شو، خو تر دا مهاله پکې د ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.
بل لورته د عباس ستانکزي خبرو هم د خلکو سخت غبرګون راپارولی او ټول د ولسمشر غني څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي