عمران خان: پاکستان د پیسو په بدل کې د بهرنیو جګړو برخه ګرځیدلی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد په مخکنیو حکومتونو او چارواکو نیوکه کړې چې ولې یې د افغانستان جګړې کې ګډون کړی دی.
عمران خان ویلي،‌ چې دا د پاکستان د پخوانیو واکمنانو لویه تېروتنه وه چې په افغانستان کې يې د امریکا په مشرۍ له ترهګرۍ سره په جګړې کې دخيل شول.
نوموړي دا نه دي ویلي، چې په دغې جګړې کې پاکستان ته کوم زیان رسېدلی، خو د ده په خبره پاکستان د پیسو په بدل کې د بهرنیو جګړو برخه ګرځېدلی او باید د دغو ناقصو تګلارو له تېروتنو څخه زده کړه وشي.
عمران خان دا خبره داسې مهال کوي چې افغان حکومت په ځلونو پاکستان تورن کړی، چې وسله والو طالبانو ته یې پناه ورکړې، روزنه ورکوي او وروسته یې افغانستان ته د جګړې لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.
بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره شپه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې پروسې او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې د خبرواترو له لارې د افغانستان د مسلې هواری د امریکا او پاکستان یو له دوه اړخیزو هدفونو څخه دی.
قریشي ویلي، اړینه ده چې تاوتریخوالی کم شي، اوربند ته لار هواره شي او د افغانستان لپاره د یوې ټول شمولې حللارې د موندلو لپاره کار وشي.
د خبرپاڼې له مخې، شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې هیواد یې د افغانستان د سولې پروسې ته لار هواره کړې او ژمن دی چې په دې هیواد کې د سولې لپاره د امریکا شریک واوسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وړمه ورځ له ولسمشر غني سره هم د افغان سولې پر پروسې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې وې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي