غني: ناټو غړي هیوادونه د امریکا له ملاتړ پرته پاتې کېدای نه شي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ولسمشر غني ویلي، د ناټو غړي هیوادونه لېواله دي چې ځواکونه یې په افغانستان کې پاتې شي خو هغوی د امریکا له ملاتړه پرته نه شي پاتې کېدای.
ولسمشر غني د اسپین انسټیټیوت انلاین غونډې ته په وینا کې وویل چې ده د کاناډا، ناروې او جرمني له مشرانو او د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره خبرې کړي او ورته څرګنده شوې چې ناټو ډېره لېواله ده چې په افغانستان کې یې ماموریت دوام وکړي.
نوموړي وویل چې ناټو له امریکا پرته خپل ماموریت ته دوام نه شي ورکولی ځکه چې د استخباراتو، هوايي ځواک او په نورو برخو کې د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.
غني زیاته کړه، امریکا اوس په افغانستان کې ۲۵۰۰ پوځیان لري او ناټو باید د نورو امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره شرط کېږدي.
غني وویل، د امریکا حکومت په پام کې لري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د سلا مشورې لپاره کابل ته یو پلاوی راولیږي.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ او له افغانستان سره د متحدو ایالتونو پر ژمنو او د امریکا او افغانستان پر مشارکت یې خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په یوه بیان کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر د اوربند د ټینګېدو او په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره له دواړو خواوو سره پر مرستې ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه له سره ارزوي چې ایا له تروریستي ډلو سره د خپلو اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالو د کمولو او د افغانستان له حکومت او نورو نفوذ لرونکو سره د معنادارو خبرو په برخو کې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او که نه دي.
انتوني بلینکن هیله وښوده چې ټول افغان مشران د بشري حقونو، مدني ازادیو او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو د رول په شان د تېرو شلو کلونو د بریاوو د ساتنې ترڅنګ د سولې لپاره د دې تاریخي فرصت ملاتړ وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې ژمنه وکړه چې د افغانستان له حکومت، د ناټو له متحدانو او نړیوالو شریکانو سره به د افغانستان د خوندي، دیموکراتې، خپلواکې او باثباتې راتلونکې د ملاتړ لپاره په ګډه سلامشورې کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي