ليکوال: نورالله عابد
شاید ډیر ځلې به مو په دې تړاو اورېدلې وي چې پلانکۍ ژبه د معلوماتو له مخې غني ژبه ده او پلانکۍ ژبه یو غني ژبه نه ده چې په ځانګړې ډول پښتو ژبه کې د معلوماتو کمښت د یوې بنسټیزي ستونزي په توګه لیدل کېږي.
اکثریت هیوادونه د خپلو ژبو د غني کولو لپاره د لاندې لارو چارو څخه استفاده کوي:
۱:- دولتي څیړنیز مرکزونه جوړول، چیرې چې د دولت له لورې د خپلې ژبې د غني کولو په موخه د مختلفو موضوعاتو په تړاو څېړنې ترسره کېږي او د څېړنیزو پاڼو تر څنګ مختلف کتابونه هم لیکل کېږي.
دوی ډیر ځلې له خلکو هم یو نظرپوښتنه کوي چې د کومو موضوعاتو په برخه کې د معلوماتو کمښت شتون لري او باید د کومو موضوعاتو په تړاو څیړنه وشي.
۲:- د خصوصي سکتور ګډون:
خصوصي سکتور هم د یوې ژبې په غني کولو کې رغنده رول لري او اکثریت هیوادونو کې په څړنیزو مقالو او کتاب لیکنې برخه کې په پراخه کچه د خصوصي سکتور له لورې پانګونه کېږي.
۳:- د عالمانو، پوهانو، زده کړیالانو او څیړونکو شخصي او داوطلبانه لیوالتیا:
څرګنده ده چې یوازې دولت او خصوصي سکتور نشي کولای چې په یوه ژبه کې د معلوماتو د کمښت اړتیا پوره کړي او په دې برخه کې په داوطلبانه ډول د خلکو لیوالتیا او کار کولو ته هم اړتیا ده.
د نړۍ اکثریت ژبې چې د منابعو له مخې غني ژبې ګڼل کېږي، اکثریت معلومات یې په داوطلبانه ډول د علمي کسانو له لورې راټول شوي وي، چې په ځانګړې توګه علمي مرکزونه په دې برخه کې خورا فعال رول لري.
د نړۍ په کچه هر کال زرګونه مقالې او کتابونه د پوهنتونونو د استادانو او شاګردانو له لورې خپرېږي چې دا کار د یوې ژبې په غني کولو کې پراخ رول لوبوي.
۴:- د معلوماتو په شریکولو او څیړنیزو پاڼو کې د ځواب ورکولو په برخه کې د خلکو مرسته او لیوالتیا:
لومړني لاس معلومات راټولول یا څیړنیزو پاڼو باندې کار کول د عامو خلکو له مرستې پرته شوني نه ده، چې په اکثریت هیوادونو کې د عامو خلکو له لورې په نظرپوښتنو، څیړنیزو پاڼو او سروې ګانو کې ګډون کول یو معمول ګرځېدلی او دا ددې لامل کېږي څو څیړونکي له خلکو کره معلومات تر لاسه کړي او د یادو معلوماتو پر بنسټ یوه څېړنه یا کتاب بشپړ کړي.