د بدو خاطراتو هېرول او مدیريت؛ څنګه ترې ځان خلاص کړو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: صديقه پوپلزۍ

د تېر وخت بدې خاطرې د هغه مواردو څخه دي، چې د یو کس په ذهن کې که پاته شي، او په ژوند یې بدې اغېزې پریږدي.
که موږ تل د خپل تېر وخت په هکله فکر وکړو، نو تل به په هماغه وخت کې پاته یو او راتلونکې به راڅخه هېر وي؛ ځکه د بدو خاطرو په ذهن کې پاته کول ښه پایله نه لري. موږ ته ژور خفګان پیدا کوي، له خلکو څخه مو لري کوي، ښه فکر نشو کولای او د ښه فکر کولو وړتیا رانه اخلي، روان ته زیان رسوي، د بریا څخه مو لري کوي او هېڅکله نشو کولای چې د خپلې  راتلونکې بریا په هکله سوچ وکړو او تر ټولو بد لا دا چې کېدای شي په نشه‌یي توکو روږدي شو.
ځینې لاملونه شتون لري چې د هغه له کبله نشو کولای د تېر وخت بدې خاطرې هېري کړو: لکه وسواس، ژور خفګان، ځکه دې وخت کې موږ له ټولو لري کېږو او نه غواړو چا سره اوسو له همدې کبله تېر وخت نشو هېرولای، اضطراب، او ډارول شوی کس هم، د  هماغه ډار له کبله تېر وخت څخه نه لرې کېږي.
انسانان معمولا په درې زمانو کې ژوند کوي: راتلونکی، اوس/ حال او تېر مهال کې.
کوم کسان چې په تېر وخت کې ژوند کوي ځینې کمزورې نښې لري لکه اعتماد په نفس نشتون، د هوساینې نه لرل او تل د ستړیا احساس کول، خوشاله نه وي او نه هم له ژوند خوند اخلي او په خپل په ژوند کې نه لري.
هغه وګړي چې په اوس مهال کې ژوند کوي، په نفس اعتماد لري، هوسا وي، له ژوند خوند اخلي او خوشاله وي او ژوند یېه ه بې موخي نه وي، یانې خپل ژوند کې موخه لري.
همدارنګه کوم کسان چې په راتلونکې کې ژوند کوي، دوی هم له ژونده خوند نه اخلي، تل د راتلونکې په فکر کې وي چې څه به پېښ شي، موخه نه لري او خوشالي هم نه لري.

څه ډول کولای شو خپل فکر مدیریت کړو؟

کله چې موږ خپل منفي فکرونه وپېژنو، مثبت فکر یې پر ځای راوړو او خپل ژوند لپاره منظمه خپرونه جوړه کړو.
په دې وسیله کولای شو خپلې بدې خاطرې هېري کړو.
په حال کې ژوند وکړو، له ژوند څخه خوند واخلو، تل رښتیا ومنو، رښتینی اوسو یانې پخپله اوسو، موخه وټاکو، خپل مهارتونه لوړ کړو او تل کوم څه چې لرو د هغه په هکله فکر وکړو، نه دا چې کوم څه چې نه لرو.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.