ژباړه صديقه پوپلزۍ
ځان رغونه هغه څه ته وایي چې موږ خپل له اړتیاوو څخه ډېر پرمختګ وکړو، او په حقیقت کې د ځان بشپړوالی او یا هم د یو کس د ځواک ځان رغول دي.
انجونې نسبت هلوکانو ته ځان رغونه کې مخکې دي.
ځینې پوهانو د ځان رغونې په هکله نظرونه لري:
کورت ګولدستین؛ ځان رغونه یانې په یو کس کې ذاتي ځواک شتون لري، چې د یو انسان د مثبتو وړتیاوو سره ځان رغونې سبب کیږي.
مازلو؛ څنګه چې یو انسان وغواړي واوسي، باید هماغه ډول اوسي.
برلیسون؛ په یو انسان کې د ښه څخه لا ښهوالي لېوالتیا او هغه څه چې ظرفیت یې لري دی.
ابراهام مازلو د ځان رغونې لپاره ځینې معیارونه درلودل لکه:
ـ کوم کسان چې ځان رغوونکې دي، که هر ډول نامعلومه راتلونکې هم ولري زغمي یې، تل واقعات ګوري او مطالعه کوي یې.
ـ خپل ځان او نور انسانان هماغه ډول چې دي مني یې.
ـ تل ټوکي او شوخ طبیعته وي.
ـ ډېر فعالیتونه لري، او غواړي نوي شیان تجربه کړي.
ـ منطقي لیدلوری د خپل ژوند لپاره لري.
ـ تر دې چې د ډېرو وګړو سره اړیکه ولري، یوازې د محدودو وګړو سره ژوره او ښه اړیکه ساتي.
د ځان رغوونکو انسانانو ځانګړنې؛
واقعیتونه درک کوي، بدلون منوونکې دي، مسولیت اخلي، د ټولنې او محیط غلام نه وي، تل نوښت او نوي ابتکارونه کوي.
باروک اسپینوزا، البرت شویترز، ویلیام جیمز، جین ادامز، البرت انشتین، توماس جفرسون او ابراهام لیکن، دوی هغه کسان دي، چې د خپل عمر په اوږدو کې ځان رغونې ته رسېدلي دي.
څنکه ځان رغوونکي شو؟
کله چې ژوند تجربه کړو، نوي لارې وازمایو، د خپل درون غږ ته باید په رښتینولۍ سره ځواب ورکړو، تل رښتینې واوسو او له لوبي کولو او دروغ ویلو څخه ځان وساتو، هر ډول ستونزو ته چمتو اوسو، مسوولیت منوونکې اوسو او په خپلو پرېکړو کې جدي واوسو.
د ځان رغوونکو وګړو رازونه؛
خپل په ژوند کې موخه لري، پر چاپېریال باندې باندې تسلط لري، ښې او مثبتي اړیکې له نورو سره ساتي، شخصي پرمختګ، او ځان منوونکې دي.