بلېنکن: پر طالبانو باور نه لرو چې امریکا دې له ګواښونو وژغوري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي پر طالبانو دومره هم باور نه دی په کار چې ګواکي دغه ډله دې امریکا د القاعده او داعش له خطره وساتي.
د هغه په وینا امریکا د خپل امنیت د تامین لپاره پر ټولو لارو چارو غور کوي او د سرتېرو ایستل به هم په شرایطو پورې تړلي وي.
بلینکن همدا راز ویلي چې د مېرمنو د حقوقو خوندي کول هم د مذاکراتو مهمه برخه ده او امریکا د تېرو لاس ته راوړنو ساتنه کوي.
نوموړي همدا راز ویلي امریکا د خپلې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ دې ته تیاره ده چې یوه اوږده جګړه د خبرو له لارې حل کړي، خو په هېڅ ډول به له شته لاس ته راړونو هم تېر نه شي.
بلېنکن داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د امریکا د خزانې وزارت ویلي، د حقاني شبکې مشرانو د القاعدې په مالي مرسته د یوې نوې وسله‌والې ډلې پر جوړېدو خبرې کړې دي، او په خبره یې طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکه لري او دغه شبکه د پیاوړتیا په حال کې ده.
د ترهګرۍ د مالي تامین په اړه د امریکا د خزانې د وزارت د ۲۰۲۰ کال راپورونو کې راغلي، طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکي لري.
په دغه راپور کې راغلي، القاعده شبکه د خپلو روزونکو او سلاکارانو له لارې له طالبانو سره مشورې، لارښوونو او مالي ملاتړ برخه کې مرسته کوي او په دې توګه بیا هغوی له طالبانو سره د اړیکو لرلو ګټه پورته کوي.
د لانګ وار ژورنال په دې راپور کې راغلي، طالبان له القاعده سره د اړیکو په اړه دروغ وایي، او ان دا چې طالبان له دې هم انکار کوي چې القاعده شبکه دې افغانستان کې حضور ولري.
د امریکا د خزانې وزارت دا هم ویلي، چې د حقاني شبکې مشران د القاعده په همکارۍ او مالي ملاتړ د یوې بلې وسله‌والې ډلې په جوړېدو هم غږېدلي.
دغه راز افغان حکومت هم ویلی، چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري له هغوی پیسې اخلي او په مالي ملاتړ یې جګړه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي