محمود قریشي د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد د ماموریت هرکلی وکړو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

پاکستان وايي د امریکا له نوي حکومت سره د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې د بايډن له لوري د خلیلزاد د کار دوام ګټور اقدام بللی او په خبره یې دا په دې مانا ده چې امریکا افغان سولې ته ژمنه ده.
هغه ویلي ټول اړخونه په دې پوهېږي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او په وینا یې پاکستان د امریکا له نوي حکومت سره د سولې په برخه کې همکاریو ته تیار دی.
پاکستان یو ځل بیا ځان د افغانستان سولې ته ژمن بللی دی او په وینا یې په افغانستان کې د ثبات په راتګ سره به ټوله سیمه له ثبات برخمنه شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم شاه محمود قریشي ویلي وه چې پاکستان د افغان سولې لپاره پرېمانه هڅې کړې دي او دوی غواړي چې اوس هم د امریکا نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.
قریشي یو ځل بیا افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې وه او زیاته کړې یې وه چې د سولې مذاکراتو پیل یو مهم پرمختګ دی او په زغم سره باید دا پروسه پر مخ یوړل شي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړي چې د جوبایډن د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوي وزیر انټوني بلنکین ویلي وو چې طالبانو سره به د سولې هوکړه له سره وارزوي.
په همدې حال کې افغان دولت څو ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه غوښتنه وکړه چې طالبان اوربند او له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي وه چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو همکاریو ته په درنه سترګه ګوري.
سرچینې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دغه هېواد ته په کار ده چې طالبان سولې او دایمي اوربند ته وهڅوي.
بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت په ځلونو سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده خو طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، جګړې یې ډېرې کړې دي او د معنادارې سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.
بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا سولې ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې د نړیوالو فشار او همکاري مهم بللي دي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه مرکه کې ویلي چې حکومت يې هیله لري چې امریکا به د افغانستان په چارو کې په پراخه توګه ښکېل پاتې شي.
قریشي تینګار کړی چې د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره په شوې هوکړه ودریږي.
نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې پاکستان په کې لوی لاس درلود.
پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا یې هم د سولې په برخه کې پر همکاریو شک موجود دی او داسې انګيرل کېږي چې دغه هېواد یوازې د خپلو ګټو لپاره د سولې نمایشي هڅې کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي