افغان لوبډله د سوپرلیګ په جدول کې څلورم ځای ته پورته شوه

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان درې یو ورځنۍ لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ او د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام ته لارې پیداکولو لوبې وې.
افغانستان په درې واړه لوبو کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه، چې افغانانو په لومړۍ لوبه کې په ۱۶ منډو، په دویمه لوبه کې په اوو ویکټو او په درېیمه لوبه کې یې بیا په ۳۶ منډو بریا خپله کړه.
افغان لوبډلې ته پر هرې بریا لس ـ لس نمرې ورکړل شوې، چې ټولې دېرش نمرې شوې او د جدول څلورم ځای یې ونیوی.

د کرکیټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ جدول

په یاد جدول کې اسټرالیا لومړی، بنګله دېش دویم، انګلنډ درېیم، افغانستان څلورم، پاکستان پنځم، زیمبابې شپږم، ایرلنډ اووم، هندوستان اتم او ویسټ انډیز بیا اتم مقام له ځان سره لري.
اسټرالیا په شپږو لوبو کې څلور ګټلې، بنګله دېش په دریو لوبو کې درې واړه ګټلې، انګلستان په شپږو لوبو کې درې ګټلې، افغانستان په دریو لوبو کې درې واړه ګټلې، پاکستان په دریو لوبو کې دوې ګټلې، زیمبابې په دریو لوبو کې یوه ګټلې، ایرلنډ په شپږو لوبو کې یوه ګټلې، هندوستان دریو لوبو کې یوه ګټلې او ویسټ انډیز بیا په دریو لوبو کې درې واړه بایللې.
نیوزیلنډ، سریلانکا، سویلي افریقا او ندرلنډ بیا تر اوسه پوري د سوپرلیګ کومه لوبه نه ده ترسره کړې.
د افغانستان په شمول دا ټولې لوبډلې یو د بل په وړاندې د یو ورځنیو لوبو سریزونه ترسره کوي، چې له هغه وروسته لس مخکښه لوبډلې د ۲۰۲۳م کال د کرکټ نړیوال جام ته لاره پیداکوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.