راشدخان تر لوبي وروسته: مور جاني او پلار جانه! رب مو د جنتونو سرداران لره.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبریال: فضل الله فضلي
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي پیاوړی لوبغاړی راشدخان نن (سه شنبه) د ایرلینډ خلاف په وروستۍ پنځوس اوریزه کي تر د ښې لوبي وروسته د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو.
نوموړي تر لوبي وروسته د غوره لوبغاړي ایوارډ د خپل مور او پلار په نوم کړ او هغوی ته یې دعاوي وکړې.
راشدخان پر خپله رسمي فېسبوک پاڼي لیکلي چي د مور مي تر توپ اچوني توپ وهنه ډېره خوښه وه، خو تر لوبي وروسته یې د مور او پلار شاباسی او آفرین نه وو.
نوموړي داسي لیکلي:

مور جانې او پلار جانه، رب مو د جنتونو سرداران لره. نن مې د خپل ګران افغانستان لپاره بیا ښه لوبه وکړه او بیا مو لوبه وګټله. نن له لوبې وروسته ستاسو شاباسي او افریني نه وو.
مورجانې، زما تر باولینګ به زما بېټېنګ ستا ډېر خوښېده، نن مې ښه بېټېنګ هم وکړ، خو تاسو نه واست چې پر تلویزون مو خپل د دیدن ارماني زوی لیدلی وای او بیا مو له لوبې وروسته ورته شاباسي ویلي وای. نن مو هغه وطن ته بیا ویاړ راوړ چې ته یې په ښکلې غېږه کې په ابدي‌ خوب ویده يي.
مور جانې او پلارجانه، نن د لوبې غوره لوبغاړی شوم او خپل ایوارډ مې ستاسو په نوم کړ، ډاډ یم چې په دې کار سره به مو روح ارام او د خوشحالۍ احساس وکړي. تاسو په دنیا کې نه یاست،‌ خو زما د ژوند په هر قدم او هر پر مختګ کې ستاسو خندانه او مهربانه څېرې راته تل ځلیږي. رب مو هغه دنیا ښایسته کړه. نن مې ډېر ویادېدی!

https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=2880111362262530&id=1480520732221607
خان د ایرلینډ خلاف په درې لوبیز سریز کي خورا ښه وځلېدئ.

په لومړۍ لوبه کي یې د نجیب ځدران سره په زړه پوري ملګرتیا وکړه او چټکه پنځوسیزه يې ووهل او نن يې هم ۴۸ چټکي منډي وکړې او ترڅنګ يې په ۹ اورونو کي ۲۹ منډي ورکړې او ۴ لوبغاړي وسوځول، چي د لوبي غوره لوبغاړي وټاکل سو.
همداراز خان په ۷۴ یو ورځنیو لوبو کي ۱۰۰۰ منډي هم بشپړي کړې.