ملا عبدالغني برادر ایران ته په سفر تللی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی ایران ته تللی دی.
ددغه دفتر ویاند ډاکټر نعیم په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې د ملا برادر په مشرۍ دغه پلاوی به له ایراني چارواکو سره د افغانستان د سولې او په سیمه کې د نورو روانو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
نوموړی به همدا راز په ایران کې له مېشتو کډوالو سره ګوري او د ډاکټر نعیم په خبره له ایراني حکومت سره به د یادو کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کوي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم زیاتوي، چې د دغه دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی.
نوموړي ویلي، له دې سفر څخه یې هدف د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو جوړول دي او دغه راز په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو اورېدل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دویم پړاو مذاکرات روان دي خو تراوسه یې لا کومه مثبته پایله نه ده راوتلې، او په هېواد کې جګړې هم ډېرې شدیدې روانې دي.
د یادونې ده چې ایران ته د ملا عبدالغني برادر دا لومړی ښکاره سفر دی تر دې وړاندې په ښکاره ډول ویل شوې نه دي چې ملا برادر دې ایران ته تللی وي خو د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور څو ځله په ایران کې لیدل شوی او بلاخره کله چې نوموړي له ایرانه افغانستان ته پر لاره و په هرات کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
تردې وړاندې بیا ایراني چارواکو هم له طالبانو سره اړیکې لرل رد کړې او ویلي یې وه چې له طالبانو سره یوازې د افغانستان پر مسئله د مهم بحث کولو لپاره اړیکې لري خو په ایران کې د طالبانو د پټنځای په اړه نه د رد او نه یې هم د هو ځواب ورکړی او ویلي دي چې ایران کې د طالبانو د پټنځایونو په اړه دوی معلومات نلري.
د ملا برادر دغه سفر په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو بیلا بیل غبرګونونه راپارولي دي ځینې دا سفر ګټور او ځینې د افغان سولې لپاره خطرناک بولې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي