سبا افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د سریز وروستۍ لوبه کوي

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان لوبډله سبا سې شنبه سهار لس نیمي بجې د ایرلنډ په وړاندې د سریز درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره کوي.
افغانستان د تېرې پنجشنبې په ورځ ایرلنډ ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۶ منډو او په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې یې بیا پرون یکشنبه په اوو ویکټو ماته ورکړه.
په دې سره سریز وار له مخې افغانانو ګټلی.

د پرونۍ لوبې حال

پچه یا ټاس ایرلنډ وګاټه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
ایرلنډ په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه.
د ایرلنډ لپاره سټرلینګ ۱۲۸، کمپر ۴۷ او ټیکټور بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې ته نوین الحق ۴، مجیب ځدران ۳، ګلبدین نایب یوه او راشدخان هم یوه ویکټه واخیستله.

کله چې افغان کرکټ ملې لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د ایرلنډ له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۴۵،۲ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د افغان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې رحمت شاه ۱۰۳ ناسوځېدلې، هشمت الله شهیدي ۸۲، رحمن الله ګربز ۳۱، اصغر افغان ۲۱ او جاوید احمدي بیا ۱۶ منډې جوړې کړې.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه وټاکل شو، چې د افغانستان لپاره یې ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.